میدانښار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۴ ): د میدان وردګو ولایت د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولایت کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو سره د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵۰ قلمه د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر سیدالرحمن قادري نن په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې یاده مرسته د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) کړې ده.
هغه وویل، په مرسته شوو توکو کې هغه وسایل شامل دي چې روغتیایي مرکزونو کې ورته جدي اړتیا وه، او زیاته یې کړه چې دا مرسته به د روغتیایي خدماتو په ښهوالي او د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د نوموړي به وینا چې له يادو وسايلو سره به تر يوه بريده په يادو روغتيايي مرکزونو کې درملنې برخه کې ستونزې را کمې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP