Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د یوې ولسي غونډې ګډونوالو پر یووالي ټینګار وکړ

غزني‌ښار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۴): نن په غزني کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «ملت یووالي، د نظام بقا او د ولس هوساینې» تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه او ګډونوالو یې پر یووالي ټینګار وکړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین، مولوي محمدعلي جان احمد ګډونوالو ته خبرې وکړې اوویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو قومونو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ، متقابل درناوي او د اختلافاتو د سوله‌ییز حل غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړه، «موږ هڅه کوو چې د قومي شخړو پر ځای د تفاهم او جرګو دود ته وده ورکړو، ځکه دا زموږ د اسلامي او افغاني فرهنګ برخه ده

هغه له ولسونو وغوښتلز د یووالي او اتفاق د پیاوړتیا ترڅنګ دې د انسانانو د قاچاق، د بدعتونو د مخنیوي، د ناوړه رواجونو د له منځهوړلو، د بې‌ځایه لګښتونو، او د مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د بېلابېلو قومونو او ولسوالیو استازو په خپلو ویناوو کې د امنیت د ټینګښت، ټولنیز عدالت د پلي کولو او د قومونو ترمنځ د یووالي په اړه خبرې وکړې.

په یاده غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ د سولې او یووالي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې اختلافات یوازې د دښمن له پلانونو سره مرسته کوي.

له ډلې، شیخ ملا نیک محمد د قومي تبعیض، نفاق او شخصي دښمنیو د مخنیوي لپاره د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو په عملي کولو ټینګار وکړ.

د غزني یو قومي مشر، محسن، پژواک ته وویل، د غزني ټول قومونه په یوه غږ له اوسني نظام څخه ملاتړ کوي او د دفاع او ساتنې په موخه هر راز قربانۍ ته تیار دي.

نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې ولسونه پر ځان راټول کړي، څو له خپل حکومت څخه ملاتړ څرګند کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.