Language

ترکیه کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، د لړم ۳مه، ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ترکیې په لوېدیځ کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د ترکیې په لوېدیځ «موغله» ولایت کې شوې او د یوې چورلکې او کښتۍ په وسیله د پاتې احتمالي کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

د موغلې د ځایي چارواکو په وینا، یو افغان له دې پېښې ژوندی وتلی او ځان یې وچې ته رسولی دی.

سرچینې د یاد افغان له قوله ویلي چې په کښتۍ کې ۱۸ کسان سپاره شول خو څو دقیقې وروسته کښتۍ له اوبو ډکه او ډوبه شوه.

راپور کې د دغه افغان د هویت په اړه جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.