خوستښار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګربزو او موسیخېلو ولسوالۍ کې د څه باندې اووه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پېل شوې.
د خوست د کليو بيارغونې او پراختيا رئیس عنايتالرحمن جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا رغنيزې پروژې دغه ریاست په چوکاټ کې د افغان پرمختیایي موسسې له خوا له لوري د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلي کیږي.
دی وایي، په دې رغنیزو پروژو کې د ۷۶۵ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه شامل دي چې د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د خوندیتوب په برخو کې موثر تمام شي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي څو په کلیوالو سیمو کې د خلکو اقتصادي ستونزو د حل او اساسي اړتیاوو پوره کېدو لپاره لا ډېرې پروژې پلي کړي.
دی وايي: «خوست مېشتو ته ډاډ ورکوو په دريو نورو ولسواليو کې به زموږ نور فعاليتونه شروع شي، چې په هغې کې استنادي ديوالونه، کانالونه او سربندونو جوړول شامل دي.»
د ګربزو ولسوالۍ يو اوسېدونکي ماهر الدين بیا وایي، په لرو پرتو سیمو کې ورته پروژې د سیمې د ګڼو کورنیو اساسي اړتیاوو د حل اواقتصادي پیاوړتیا په برخو کې مهمې دي.
هغه وويل: «په اينده کې هم بايد موږ يوازې پرې نږدي، دا د بوري خېلو خوړ ډېر اوږد دی چې داسې ځايونه په کې موجود دي چې له کرنيزو ځمکو سربېره يې کورونه يووړل.»
ځايي دغه راز مسوولين وایي، په نږدې ورځو کې به د دغه ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې به د ۷۴ رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP