Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شبرغان کې د نږدې ۱۸ کیلومتره سړکونو پخولو چارې پیل شوې

شبرغان (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۴): د جوزجان ولایت د شبرغان ښار په لومړۍ او دویمه حصه کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې ۱۸ کیلومتره سړکونو پخولو چارې پیل شوې.
د شبرغان ښاروالۍ د ودانیزو چارو مدیر انجنیر روزبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۱۷،۷۵ کیلومتره په اوږدوالي، د ۷ متره په پلنوالي او ۱۵ سانتي‌متره پنډوالي د دغه ښار د لومړۍ حصې (جند محله کلي) او دویمې حصې (د ابو سلیمان جوزجاني مدسې دویم) سړکونو د قیر اچولو چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه چې د دغو سړکونو کار به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د شبرغان ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دغه ښار د زر فامیلو سړک قیر کولو کار هم په نږدې راتلونکي کې د شبرغان ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.