Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د رسنیو پر اهمیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټینګار

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د هېواد د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې د رسنیو پر اهمیت او له رسنیو د اسلامي امارت پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د وروستیو پېښو پر مهال د هېواد رسنۍ د نظام له نورو برخو سره ودرېدې او دښمن ته يې مناسب ځواب ورکړ.

د وروستیو پېښو په تړاو د رسنیو له فعالیتونو د ستاینې په موخه یاده ناسته پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو او د رسنیو د مسوولینو په ګډون ترسره شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حیات‌الله مهاجر فراهي په هېواد‌ کې په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ څو ورځو شخړو پر مهال د رسنيو فعاليت ته په اشاره وويل چې د وروستیو پېښو پر مهال د هېواد رسنۍ د نظام له نورو برخو سره ودرېدې او دښمن ته يې مناسب ځواب ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ هېواد تازه له ناورینونو او ناارامیو راوتلی؛ اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد له پولو، اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په بشپړه توګه ساتنه وکړي او د خلکو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د حکومتي او خصوصي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو وغوښتل چې د تېر په څېر په راتلونکي کې هم له نظام سره بشپړه همکارۍ ولري څو هېواد په ټولو برخو کې د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیال شي.

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس مولوي نعيم‌الحق حقاني د وروستيو پېښو پر مهال د رسنيو د فعالیتونو او هڅو ستاینه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شيخ شېراحمد حقاني په دې غونډه کې د رسنیو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې په هېواد کې بشپړ امنیت تأمین شوی او رسنۍ د اسلامي امارت د تګلارې په رڼا کې په ټول افغانستان کې ډاډه فعالیت کوي.

نوموړي له خبریالانو وغوښتل چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د هېواد پرمختګونه انعکاس کړي؛ ځکه د ده په وینا، دا یو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی څو د دغو مسوولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره له ټولو رسنیو سره بشپړه همکاري او ملاتړ وکړي او دا ډول غونډې به په راتلونکې کې هم دوام ولري.

په ياده غونډه کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو افغانستان د ټولو ګډ کور وباله او ډاډ یې ورکړ چې د تېر په څېر به د خپلو اسلامي او ملي مسوولیتونو له مخې د اسلامي نظام له مسوولینو سره په هر حالت کې ولاړ وي.

دغه‌راز، هغوی د رسنیو پر وړاندې د موجودو ستونزو د مطرح کولو ترڅنګ یو شمېر وړاندیزونه وکړل او مسوولینو ژمنه وکړه چې د ستونزو د حل او د وړاندیزونو پلي کولو لپاره به لازم ګامونه پورته کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.