کابل (پژواک، ۵ لړم۱۴۰۴): د لوړو زدهکړو وزیر وايي، دغه وزارت د علماوو او د پوهنتونونو استادانو په ملاتړ توانېدلی چې درسي مواد او تحصيلي سیسټم د بازار غوښتنو په کتو لا معياري کړي.
د لوړو زدهګر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې شیخ ندامحمد ندیم هلمند کې د دغه ولایت د پوهنتون مسوولينو ته ویلي چې په دې وروستيو کې په دغه پوهنتون کې څرګند بدلونونه رامنځته شوي او د پوهنتون د مسؤولینو له هڅو او کارونو يې خوښي څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، په ځانګړې توګه په علمي برخه کې شوې ژمنې عملي شوې دي.
ندیم ویلي: «ډېر ژر به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لوړو زدهکړو (ماسټرۍ او دوکتورا) پر شته برنامو سربېره، نورې نوې برنامې هم ایجاد شي چې په دې سره به د علمي ارتقا برخه کې خودکفا شو.»
د لوړو زدهګروزیر په خبره، دغه وزارت د علماوو او د پوهنتونونو استادانو په ملاتړ توانېدلی چې درسي مواد او تحصيلي سیسټم د بازار غوښتنو په کتو لا معياري کړي او له استادانو يې غوښتي چې د افغانستان د ځوانانو په غوره روزنه کې لا هڅې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP