Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سبا د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلونو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه سبا ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره د پنځو یو ورځینو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه سبا ترسره کړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، له ۱۹ کلونو کم‌عمره افغان لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د سبانۍ لوبې لپاره د چمتووالي په موخه نن تمرینات ترسره کړل.

سرچینې ویلي چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبه به د سهار په ۷:۳۰ بجې په بنګله‌دېش کې ترسره شي.

د یادونې ده، د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله به له بنګله‌دېش سره خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۳۱مه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.