کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): سیمهییز مسوولین وايي چې د هرات ښار له تخت صفر تر انصاري پله پورې د سړک د لومړي لاټ قیر اچولو چارې د څه باندې ۳۳ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي چې د دغه ښار د پنځمې، اتمې او پنځلسمې ناحیو اړوند له تخت صفر تر انصاري پله پورې د سړک د لومړۍ لایې قیر اچولو چارې نن پیل شوې.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژه د ۲۵۰۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په پلنوالي د شاوخوا ۳۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له پراختیايي بودجې د هرات د ټولګټو چارو ریاست له لوري پلې کېږي.
بلخوا، د هرات د ټولګټو ریاست د کیفیت د تضمین انجنیر، طارق رحیمي وايي چې دغه پروژه به تر راتلونکو ۲۰ ورځو بشپړه او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شي.
د یادولو ده چې د دې پروژې دویمه برخه د دوه کیلومتره په اوږدوالي د هرات ښار له انصاري پله تر غیاثیه پوهنتونه د شاوخوا ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالي کال له پراختیایي بودجې پلې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP