Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه پوهنتون کې د ۶۸ میلیون افغانیو په لګښت د څو پروژو پلې کېدل

فراه (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزیر فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د څه باندې ۶۸ میلیون افغانیو په لګښت د څو ترسره شوو پروژو پرانیسته وکړه او یو شمېر نورې یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. په دغو پروژو کې د پوهنتون دروازه او د ساتونکو ځای، د احاطوي دېوال د لومړي او دویم فاز، د څیړنیز فارم، ویالې، ګودام، د تم‌ځای او د ګلدانونو جوړول شامل دي چې ځینې یې بشپړ او یو شمېر نورې یې د بشپړېدو په حال کې دي. شیخ ندامحمد ندیم، په ټول هېواد کې د تحصیلي مرکزونو او محصلینو د ملاتړ لپاره د زیربنایي پروژو پلي کولو او د نورو اسانتیاوو برابرولو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ، له ټولو محصلینو وغوښتل چې د عصري علومو د زده کړې سربېره، په عقیدتي، دیني او فکري زده‌کړو هم تمرکز وکړي څو له خپل دین او مخالفینو له پلمو هم ځانونه خبري دي. په همدې حال کې، د فراه والي ملا محمدحافظ مجاهد هم په اسلامي نظام کې لوړې زده‌کړې اړینې وبللې او زیاته یې کړه: «اوس د دې وخت رارسېدلی څو دیني او عصري زده‌کړو ته پراختیا ورکړو.» د هغه په خبره، د نننۍ ټکنالوژۍ په پام کې نيولو سره، کېدی شي د زده‌کړو له لارې هر اړخيز پرمختګ ترلاسه شي. د فراه والي اوسنی امنیتي وضعیت د زده‌کړې لپاره مناسب فرصت وباله او له ټولو محصلینو یې وغوښتل څو خوندي چاپېریال کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. بلخوا، د فراه پوهنتون رییس مولوي سمیع‌الله حقاني د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري فراه پوهنتون ته د پاملرنې له امله د مننې ترڅنګ، دغه پوهنتون ته د لابراتواري تجهیزاتو د برابرولو، د نیمګري احاطوي دېوال د بشپړېدو، د استادانو د اوسېدو ځای جوړېدو او د طب او ځینو نورو پوهنځیو د منظورېدو غوښتنه وکړه. د یادونې ده چې د دغو پروژو لګښت د لوړو زده‌کړو وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.