Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د ميدان‌وردګو امنيه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د يوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

د ميدان‌وردګو د امنيې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ اړوند د ميدان‌وردګ - باميان پر لويه لار د حاجيګک کوتل او سياسنګ سيمو کې دوه ترافيکي پېښې شوې چې له امله يې د يوې مېرمنې په ګډون لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سرچنې ویلي، لومړۍ پېښه تېره شپه د حاجيګک کوتل اړوند په خارزار سيمه کې د دوو فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې چې په نتيجه کې یې يوه مېرمن ځای پر ځای مړه شوې او اووه نور کسان ټپيان شوي دي.

سرچینه دغه‌راز زیاتوي چې دویمه پېښه نن د سياسنګ په سيمه کې د پريوس موټر او موټرسايکل ترمنځ د ټکر له امله شوې چې له امله يې يو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخي، د پېښو ټپيان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسوولین د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.