Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې یو شمېر متشبثې ښځې خپلو تولیداتو ته د بازار غوښتنه کوي

هرات (پژواک، د لړم ۶مه، ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر ښځې د ترشیو د تولید کوچنیو کارخونو په جوړولو سره هڅه کوي څو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي، خو هغوی د بازار او د محصولاتو د پلور لپاره د مناسبو فرصتونو له نشتوالي شکایت لري.

له یادو مېرمنو یوه هم ملیحه یوسفي ده چې اته اولادونه لري. هغه وايي، لس کاله مخکې د خپل یوه زوی درملنې لپاره ایران ته کډواله شوه خو له راستنېدو وروسته یې د داسې یوه کار پیلولو پرېکړه وکړه چې دوامداره عاید ترې ترلاسه کړي.

نوموړې زیاته کړه، یو کال مخکې یې په ۱۱۰۰ افغانیو پانګونې د ترشۍ او مربا د تولید یوه کوچنۍ کارخونه جوړه کړه او اوس دا کارګاه نه یوازې د هغې د کورنۍ د عاید سرچینه ده، بلکې څو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

ملیحه وایي، د وخت په تېرېدو سره یې تولیدات ډېر کړي خو لا هم د خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي کړېږي. هغې له دولتي ادارو او مرسته‌کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د ښځو د محصولاتو د پلور او بازارموندنې لپاره غوره زمینه برابره کړي.

د صفیې په نوم یوه بله مېرمن هم چې په همدې برخه کې کار کوي وایي: «له همدې لارې د خپلې څلورکسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوم. دا کار یوازې زما د عاید سرچینه نه ده، بلکې زه یې له روحي فشارونو او وزګارۍ بې‌غمه کړې یم.» هغې هم د متشبثو مېرمنو لپاره د مجهزو او مناسبو ځایونو برابرېدو غوښتنه وکړه.

ځینو مېرمنو د اقتصادي فشارونو او روحي ستونزو کمولو لپاره تولیدي کارونو ته مخه کړې ده. د هرات یوه بله اوسېدونکې سمیرا وایي: «له تعلیمي محدودیتونو وروسته مې انلاین زده‌کړې پیل کړې خو د ټولنیز تعامل نشتون زما روحیه کمزورې کړې وه. اوس د ترشۍ په تولید سره هم هوسا یم او هم د خپل ژوند یوه برخه لګښتونه خپله پوره کوم.»

ورته مهال، د لوېدیځ زون د ښځو د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي چې په تولیدي فعالیتونو کې د ښځو ګډون د پام وړ زیات شوی دی.

د یادې خونې رییسه بهناز سلجوقي وایي چې له هغه وخته چې د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ وتړل شول او زرګونه افغان کډوال بېرته راستانه شول، د هغو ښځو شمېر چې کوچنیو کاروبارونو ته یې مخه کړې، زیات شوی.

نوموړې زیاتوي، اوس څه باندې زر مېرمنې د دې خونې تر چتر لاندې په بېلابېلو کارګاوو کې کار کوي چې یو شمېر یې د ترشۍ په تولید بوختې دي. د هغې په وینا، د دغو ښځو تولیدات د لاسي صنایعو په نندارتونونو کې د پلور لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.

سلجوقي زیاتوي، د دوی اداره د ښځو د ملاتړ په موخه تل هڅه کوي چې د موسسو او اړوندو ادارو په همکارۍ د هغوی د محصولاتو د بازارموندنې لپاره نندارتونونه جوړ کړي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

له ټولو ستونزو سربیره د هرات ښځو ثابته کړې چې کولای شي د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي. هغوی اوس له هر وخت ډېر ملاتړ، زده‌کړې او د بازار لاسرسي ته اړتیا لري څو د ځان‌بساینې او هیلې لار ته ادامه ورکړي؛ هغه لار چې د ترشۍ له تولید پیلېږي او د خپلواکۍ لامل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.