کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له ترکمنستان سره پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو مالدیف، نیپال، بنګلهدېش، سریلانکا او د ترکمنستان لوبډلو ترمنځ د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۲مه په بنګلهدېش کې پیل شوې دي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان او ترکمنستان لوبډلو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان د والیبال فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ سیالیو کې افغان لوبډله نن له ترکمنستان سره پایلوبه ترسره کوي.
یاده سیالۍ به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې ترسره شي.
دغهراز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې بنګلهدېش، نیپال او مالدیف ته ماتې ورکړه او د سریلانکا او ترکمنستان لوبډلو پر وړاندې یې ماتې ومنله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP