خوستښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي چې په افغانستان د بلې جګړې تحمیلولو هڅې روانې دي خو که څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي، د روسانو او امریکایانو په څېر به له ناوړه برخلیک سره مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري نن په خوست کې یوې غونډې ته وویل، د نورو په اشاره داسې هڅې روانې دي څو پر افغانستان بل جنګ تحمیل کړي، خو اسلامي امارت د دغو هڅو پر وړاندې په کلکه ولاړ دی.
هغه زیات کړه، د اسلامي امارت دا پالیسي ده چې د نورو هېوادونو په کورنیو او بهرنیو چارو کې مداخله نه کوي او نور هېوادونه دې هم د افغانستان په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.
عمري خبرداری ورکړ، که چېرې څوک د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله کوي نو د روسانو او امریکایانو په څېر به له ناوړه برخلیک سره مخ شي.
هغه وویل: «اسلامي امارت نه له چا سره جنګ غواړي، نه له چا سره مشکلات غواړي، نه له ګاونډیانو سره او نه له نورو بهرنیو هېوادونو سره، کوشش په دې روان دی چې بیا هم په موږ جنګ تحمیل شي یا د چا په اشارو او یا د شیطاني خواهشاتو له وجې، بیا هم خدای مه کړه که داسې وشو، د خپل وطن او دین دفاع به داسې کوو لکه شل کاله مو د امریکایانو او څوارلس کاله مو د روسانو په مقابل کې وکړه.»
د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ځیني خلک په دې فکر وو چې طالبان د پاکستان په خوښه حکومت کوي خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې روښانه کړه چې دوی (اسلامي امارت) د چا نه دي.
عمري د تېر نظام له خلکو او نورو مننه وکړه چې له پاکستان سره د وروستۍ جګړې پر مهال یې د اسلامي امارت ملاتړ وکړ او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
هغه وویل: «ځیني خلک چې اوس هم په خارج کې پراته دي چې کله یوه شخړه ځو ورځې مخکې پېښه شوه، حمایت یې وکړ او قربانۍ ته یې ځانونه اماده کول، موږ د هغو خلکو قدرداني کوو، هغه که د تېر نظام خلک وو که د بل نظام خلک وو او په دې هم عقیده لرو که چېرته د افغانانو ضرورت شو او د جنګ ضرورت شو، خدای مه کړه جنګ نه غواړو، بیا به هغه خلک هم راځي او د وطن دفاع به مشترکه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان لورو ترمنځ د مذاکراتو جریان بې له کومې پایلې پای ته ورسېد او پر مهال یې د پاکستاني لوري چلند داسې و چې منځګړي یې هم حیران او خپه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP