د کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د روان کال د تلې په میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۹۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ۱۴۰۴ کال د تلې له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳ زره او ۵۰۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د سرچینې له قوله، په یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۳۵۱ زره او ۶۸۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۸ زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۶ زره او ۴۰۳ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي وارد او صادر شوي دي.
سرچینې دغهراز زیاته کړې، تېره میاشت ۹۷۱ ټنه سوداګريز توکي صادر شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د سرچینې په وینا، په هره اندازه چې د ریل پټلۍ له لارې صادرات او واردات ډېرېږي، لا ډېر کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید ډېرېږي او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځانبسیاینې پر لور لار هوارېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP