Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرچینه: ترکیه کې د افغانستان او پاکستان خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ترکیه کې د پاکستان او افغانستان لورو ترمنځ د مذاکراتو جریان بې له کومې پایلې پای ته ورسېد او پر مهال یې د پاکستاني لوري چلند داسې و چې منځګړي یې هم حیران او خپه کړل.

سرچینې زیاته کړه: «هغه څه چې ډېر جالب وو، دا وو چې پاکستاني پلاوي له مذاکراتو سره بلدیت نه درلود، بې‌منطقه خبرې یې کولې او حتی کله کله به یې سپک چلند کاوه او بده ژبه به یې کاروله.»

د سرچینې په خبره چې د دغو مذاکراتو پر مهال د پاکستاني لوري چلند ته منځګړي (قطري او ترکي استازي) هم حیران پاتې وو او دغه چلند هغوی خپه کړل.

هغه وايي چې د مجلس ټولې مادې وروستۍ شوې، خو یوازې پر یوه ماده بحث روان و چې پاکستاني اړخ «په سپک او ناسم چلند سره» مجلس ګډوډ او خراب کړ.

سرچینه زیاتوي: «د پاکستاني ټيم مشر چې خورا بد چلنده انسان و، له افغان لوري څخه غوښتنه کوله چې تاسو ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړئ او کنټرول یې کړئ چې په پاکستان کې بریدونه کوي…»

سرچینې وویل چې دې خبرې منځګړي (د قطر او ترکیې استازي) هم حیران کړل چې «دا څه ډول غوښتنه ده چې خپلې باغي ډلې پر تاسو کنټرلوي. «د افغان لوري ځواب دا و چې هغه خو زموږ مربوط خلک نه دي، ستاسو د هېواد اتباع دي، نو موږ څرنګه ستاسو هېوادوال او جنګیالي ګروپونه خپل هېواد ته راوغواړو او بیا یې کنټرول کړو.»

د هغه په وینا، د پاکستان لوري بله غوښتنه دا وه چې که پاکستان کې ټي‌ټي‌پي کوم برید کوي، دوی یې غچ له افغانستان څخه اخلي خو افغان لوري ورته وویل چې په پاکستان کې بریدونه کنټرولول د هغه هېواد د نظامیانو او امنیتي ځواکونو کار دی، افغان حکومت دا مسوولیت لري چې له خاورې یې پاکستان لور ته څوک ور پرې نه ږدي.

دغه‌راز، افغان اړخ ورته ویلي: «سمه ده، موږ به هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې په استفاده په پاکستان حمله وکړي، خو په مقابل کې به یې پاکستانی اړخ هم تضمین راکوي چې نه به په خپله پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقضوي او نه به هغو امریکايي ډرون الوتکو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه په استفاده راځي، د افغانستان حریم نقضوي؛ همدا ډول داعشي پدیده به هم د پاکستان له خاورې په استفاده په افغانستان کې بریدونه نه کوي.»

سرچینې دغه‌راز په دوام کې وویل چې پاکستاني پلاوي په لومړي سر کې خبره ومنله، خو لږ وروسته ټیلېفون ورته راغی چې کله له ټیلېفونه بېرته مجلس ته راغلل، له خپلې خبرې په شا شول، ویې ویل چې پاکستان نه شي کولای د امریکا د ډرون مخه ونیسي او یا د داعش تضمین وکړي.

د سرچینې په وینا، کله چې د پاکستان له فضا افغانستان ته د امریکايي ډرون د نه راتېرېدو خبره وشوه، د پاکستاني مذاکراتي ټيم مشر جنرال شهاب اسلم وویل، «دا خبره باید ونه شي.»

سرچینه وايي، د افغانستان لپاره د قطر سفیر مردف چې په مجلس کې حاضر و، ورته وویل: «ښاغلیه غوږ ورته ونیسه، خبره په نیمایي کې مه قطعه کوه، دا د افغانانو یوه اندېښنه ده، پاکستاني جنرال شهاب وویل، امریکایي ډرون چې زموږ له فضا افغانستان ته تېرېږي دا خو ستاسې د قطر له هوایي اډې راپورته کېږي، ته یې هلته ولې نه بندوې؟ د قطر سفیر ورته وویل چې موږ به هلته له امریکا سره یو تړون لرو. جنرال شهاب وویل، موږ هم له امریکا سره تړون لرو.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.