کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د نړۍوال بانک په ملاتړ یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کچالانو او پیازو لپاره ۳۶۰ زېرمې جوړې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان نن (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه د يوه پيغام په خپرولو ويلي چې دغه زېرمې به د کچالانو او پیازو د خرابېدو مخه ونیسي.
یاد سازمان زیاته کړې چې دغه هره یوه زېرمه له ۴۵ څخه تر ۵۰ ټُنه پورې د توکو ځایولو ظرفيت لري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نړۍوال بانک په ملاتړ د کچالو او پیازو ۳۶۰ زيرمې چې هر یو ۴۵ تر ۵۰ ټُنه پورې ظرفیت لري جوړې کړې او کروندګرو ته یې د ساتنې، تهويې او د سوابقو ثبت برخه کې روزنه ورکړې ده.»
د یاد بنسټ په وینا، د بامیان کروندګرو له دې مخکې په خپلو سنتي زیرمو کې خپل څه باندې ۳۰ سلنه محصولات له لاسه ورکول.
د خوړو او کرنې سازمان څرګنده کړې چې د یادو زیرمو سره هممهاله، اوس دې تګلارې له راټولولو وروسته د حاصلاتو تلفات کم کړي او عوايد ډېرېدو لامل ګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP