کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ بورډ غړو د شلاوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو د ترسراوي، د کابل الوخېلو او نجیب ترهکې لوبغالو د پلان او رغنیزو چارو پیلېدو او د کرکټ د نورو فعالیتونو او همغږۍ د ډېروالي په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پرون د کرکټ بورډ غړو په ځانګړې غونډه کې د افغانستان شلاوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسراوي، د کابل په الوخېلو سیمه کې او نجیبالله ترهکي لوبغالو د پلان او رغنیزو چارو د پلي کولو او د کرکټ د نورو فعالیتونو او همغږۍ د ډېروالي په تړاو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان شلاوریز غوره لیګ (APL) دویم پړاو د ترسراوي په موخه د سیالیو د ځای مشخصول تر دې دمه پاتې و، د بورډ د غړو د اکثریت رایو پر بنسټ د متحده عربي اماراتو او عمان هېوادونو له ډلې ټولو اړوند اسانتیاوو، د انساني سرچینو موجودیت، د لوبغالو اسانتیاوو او نورو اړوند مواردو ته په پام سره متحده عربي امارات وټاکل شو، څو له سوداګریزو همکارانو سره له سلا مشورې وروسته په ټاکل شوې نېټې دویم پړاو سیالۍ ترسره شي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، په دې ناسته کې د کابل د الوخېلو معیاري لوبغالي د نقشې د پلان او طرحې وروسته د لوبغالي د رغنیزو چارو پر پیل هم د بورډ اکثریت غړو رایه ورکړه، څو ژر تر ژره یې عملي چارې پیل شي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف ویلي: «دا د خوشحالۍ زېري دي چې موږ په ورته وخت کې هم د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالیو د ترسراوي پړاو ته نږدې شوي یو، دغه راز باید ووایم چې د الوخېلو د ځمکې چارې له ټولو اړوند ادارو راخلاصې شوې او حقوقي قضیه یې حل شوه چې په دې برخه کې موږ د اړوند ادارو له ټولو چارواکو ځانګړې مننه کوو چې له موږ سره یې پوره او هر اړخیزه همکاري وکړه.»
هغه زیاته کړې: «موږ اوسمهال افغانستان شل اوریز غوره لیګ او دغه راز د افغانستان په کوربه توب لوبلړۍ له هېواده بهر ترسره کوو چې د الوخېلو لوبغالي په بشپړېدو سره به یوه ورځ ان شاءالله د کابل د الوخېلو ښکلي لوبغالي کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ او بهرنیو لوبو د ترسراوي شاهدان او لیدونکي واوسو.»
سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکې پنځه کلنې ستراتيژې او تګلارې په تړاو هم خبرې وشوې او د اړوند مواردو له تعدیل وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ته د لاسلیک په موخه وسپارل شوه چې له اړوند پروسې وروسته به د دوی له لوري لاسلیک شي.
سرچینې ویلي چې دغهراز په یاده ځانګړې ناسته کې د کرکټ پر تخنیکي مواردو، پرمختګونو، د افغانستان کرکټ بورډ او د دې ادارې د بورډ د غړو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ، ناستو، فعالیتونو او لاستهراوړنو هم خبرې وشوې چې د بورډ ټولو غړو پرې هوکړه وکړه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ د سترو تصمیمونو او پرېکړو په نیولو، د ستراتیژیو پلې کولو او نورو مواردو په ترسراوي کې د بورډ له غړو سره سلا مشورې کوي او د دوی له هوکړې وروسته ټولې اړوند چارې ګام په ګام عملي کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP