Language

نن د افغانستان او ټایلنډ له ۱۷ کلنو د کم‌عمره فوټسال لوبډلو ترمنځ نیمه‌ پای‌لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې نن له ټایلنډ سره نیمه ‌پای‌لوبه ترسره کوي.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دغه لوبه د ماخوستن  ۸:۳۰ بجې د بحرین په منامه ښار کې ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د بحرین په کوربه‌توب د اسیایي سیالیو برخه کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخیستې ده چې افغان لوبډله د دې سیالیو په A ګروپ کې له بحرین، اوزبېکستان او چین سره یوځای ده.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپل ګروپ کې درېیو واړو  لوبډلو بحرین، اوزبېکستان او چین ته ماتې ورکړه.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین  په کوربه‌توب د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو رشتو کې د روانې اکټوبر میاشتې له ۲۲مې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام وکړي.