Language

زابل کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د اوبو او برېښنا وزارت په زابل ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو پرمختیايي پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت نن (سه‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې د زابل ولایت په شینکۍ، ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو کې پلې کېږي چې د درېیو چک‌ډیمونو او دوو تحکیماتي دېوالونو جوړول پکې شامل دي.

سرچینې ویلي چې د یادو پروژ ټولیز لګښت څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو ته رسیږي.

د زابل او اوبو او برېښنا رییس مولوي عبدالکریم ذوالفقار د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې له ځايي خلکو غوښتي ټولګټو پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي.

هغه وايي چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ، کرنیزې ځمکې خړوبې او د سېلابونو د زیانونو مخنیوی هم وشي.

Related Topics