Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جودو دوو افغان ورزشکارانو د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې خپلو درېیو سیالانو ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د جودو فدراسیون وایي، جهان‌زیب ترین خپل بوتاني او عبدالبشیر قادري خپلو قزاقستاني او د متحده عربي اماراتو سیالانو ته د ځوانانون په اسیایي سیالیو کې ماته ورکړه.

د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیح‌الله نظري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ځوانانو په اسیایي سیالیو کې عبدالبشیر قادري په لومړۍ لوبه کې خپل قراقستاني سیال ته ماته ورکړه او دویمه لوبه کې یې بیا د متحده عربي اماراتو سیال مات کړ.

نوموړی وایي، جهان‌زیب ترین بیا په دغو سیالیو کې خپل د بوتان هېواد سیال ته ماته ورکړه.

دغه راز یادې سیالۍ په بحرین هېواد کې ترسره شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.