خوستښار (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): خوست کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت صنعتي پارک کې د توليدي کارخونو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
دغه صنعتي پارک د خوست د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ د سموات په سیمه کې د خوست – ګردېز لویې لارې څېرمه پر ۴۰۰ جریب ځمکه جوړېږي.
د خوست والي مولوي عبدالله مختار د دغه صعنتي پارک د پرانیستنې مراسمو کې له صنعتکارانو وغوښتل چې د تولید پر مهال دې کیفیت ته پام وکړي.
هغه وويل: «د صنعتي پارک منځته راتلل دا په خپله هغه هڅه ده، د دوی لپاره زمینهسازي ده څو تجارت او صنعت یې وده وکړي. موږ له ټولو صنعتکارانو او سوداګرو هیله کوو چې ورکړل شوې ځمکه په فعاله توګه وکاروي.»
د خوست صنعتکاران د صنعتي پارک د ځمکو وېش ته خوشحاله دي او دغه اقدام د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهم بولي.
د خوست د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نواب امیرزي پژواک ته وویل چې د دغه صنعتي پارک په جوړېدو سره به د خوست صنعت لا پیاوړی او پراخ شي.
هغه زیاته کړه: «صنعتي پارک به نه یوازې خوستوالو ته، بلکې د لویې پکتیا ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي. پرمختګ یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې خلک بوخت شي او کار ولري.»
د خوست یوه صنعتکار رضوانالله پژواک ته وویل: «په صنعتي پارک کې د تولیدي فابریکو لپاره ځمکه ورکول به زموږ پر تولیداتو مثبت اغېز ولري او وبه کولای شو پانګونه ډېره کړو. د خوراکي توکو فابریکه جوړوو، د پانګونې اندازه یې لس میلیونه افغانۍ ده، وروسته به یې نوره هم پراخه کړو.»
یو بل صنعتکار حمدالله وایي چې د صنعتي پارک پرانیسته مهمه ده، خو تر ټولو مخکې باید برېښنا، سړکونه او نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي.
هغه وویل: «زموږ فابریکې تیارې دي، خو که برېښنا نه وي، فعالیت به ګټه نه وکړي.»
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په خوست کې شاوخوا ۲۳۰ لویې او کوچنۍ کارخونې فعالې دي خو اوس به په دغه پارک کې شاوخوا ۲۰۰ کارخونو د ودانیو او اړینو اسانتیاوو لپاره ځمکې ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP