Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د ګردېز – ډنډپټان سړک جوړولو چارې پیل شوې

ګردېز (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز څخه بیا تر ډنډپټان ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې جوړولو چارې پیل شوې.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیا مرستیال والي انعام‌الله صلاح‌الدین وویل، دغه سړک  چې ۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د حکومت له خوا د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د ګردېز ښار له صفري نقطې تر بالا دې بازار پورې په دوو لینونو کې په معیاري ډول جوړېږي او د پلي تګ لارې به هم ولري.

هغه زیاته کړه، پکتیا د متوازنې پرمختیا پر لور روان دی او هڅه کېږي چې د مرکز او لرو پرتو سیمو خلکو ته یې د اسانتیاوو زمینه برابره شي.

صلاح‌الدین له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د سړک چارې په معياري ډول او پر وخت بشپړې کړي او له خلکو یې هم غوښتنه وکړه چې د هېواد د بیارغونې او اسلامي نظام د پياوړتيا لپاره همکاري وکړي.

دغه‌راز، د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د ګردېز او ډنډپټان ترمنځ په تګ راتګ کې ستونزې کمې شي.

د ډنډپټان یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل: «پخوا مو د خراب سړک له امله ډېر وخت ضایع کېده، موټرونه به خرابېدل او د ناروغانو انتقال هم سخت و؛ اوس هیله لرو دا سړک ژر او په ښه کیفیت جوړ شي.»

د پکتیا د سیدکرم یو اوسېدونکی جمیل وایي: «دغه سړک نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د پکتیا د نورو سیمو لپاره هم اقتصادي ګټه لري، له جوړېدو سره به د سوداګرۍ، کرنې او تګ راتګ کچه لوړه شي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.