کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو تازه کولو په اړه ناسته کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پرون د دغه وزارت وزیر او د سرحدي کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي او مل پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د قاچاق مخنیوي او د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ناسته کړې ده.
سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې ملا نورالله نوري ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ښه ګاونډيتوب، متقابل احترام او د ګډو مسایلو د حل لپاره د رښتینې همکارۍ اصل ته ژمن دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر دغهراز زیاته کړې، اسلامي امارت د قاچاق د مخنیوي برخه کې جدي ګامونه اخیستي دي.
نوري ویلي، دوی د سرحدي نښو نوي کولو ته لېوالتیا لري او ژمنه یې کړې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه به ژر د چارو د پیل په اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.
سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې ایران د افغانستان همکاریو ته په ښه سترګه ګوري او هڅه کوي چې له دغه هېواد سره دوستانه اړیکې نورې هم پراخې کړي.
نوموړي زیاته کړی: «موږ امادهګي لرو چې د ایران او افغانستان ترمنځ پر پوله وخت ناوخت ستونزې راپورته کېږي، هغه ژر تر ژره حل کړو.»
هغه ویلي، د دوی تخنیکي ټيمونه به له افغانستان سره په همغږۍ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه اجراات ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP