Language

د مرکزي اسیا د والیبال اتلولۍ سیالۍ؛ افغانستان دویم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د اسیا د مرکزي زون د والیبال اتلولۍ سیالیو په پای‌لوبه کې ترکمنستان ته ماته ومنله او په دغو سیالیو کې یې دویم مقام خپل کړ.

د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو مالدیف، نیپال، بنګله‌دېش، سریلانکا او د ترکمنستان لوبډلو ترمنځ د مرکزي اسیا د والیبال د اتلولۍ سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۲مه په بنګله‌دېش کې پیل شوې وې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان او ترکمنستان لوبډلو پای‌لوبې ته لار پیدا کړه او دغه لوبه تېره شپه ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان لوبډلې درې پر دوه ترکمنستان ته لوبه وبایله او په دغو سیالیو کې یې دویم مقام ترلاسه کړ.

دغه‌راز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې بنګله‌دېش، نیپال او مالدیف ته ماته ورکړې وه.