Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۲۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو په تازه هوایي بریدونو کې ۲۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز په یوه راپور کې د سیمه‌ییزو روغتیایي چارواکو له قوله لیکلي چې اسرائیلي الوتکو پرون (سه شنبې) په غزه کې هوایي بریدونه کړي او لږ تر لږه ۲۶ فلسطینیانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې د عیني شاهدانو له قوله لیکل شوي، دغه بریدونه چې تېره ورځ پیل شوي د نن (چهارشنبه)  تر سهاره په بېلابېلو سیمو کې روان وو.

دغه‌راز، د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه الجزیزې راپور ورکړی و چې په غزه کې د اکټوبر له لسمې د اوربند له پیله راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۷ فلسطینیان وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي او اسرائیلو د اوربند تړون ۸۰ ځلې مات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په مصر کې غیرمستقیم مذاکرات په غزه کې د سولې لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي ۲۰ ماده‌ییز پلان د لومړي پړاو پر سر د هوکړې لامل شوي چې په‌کې له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل او د بندیانو تبادله شامل دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.