Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل‌اوریزو سیالیو لړۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به نن د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کوربه زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د لوبې ترسره کولو لپاره د چمتووالي په موخه پرون تمرینات ترسره کړل.

دغه‌راز، افغان لوبډله به له زمبابوې سره خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۳۱مه او درېیمه به بیا د نومبر په دویمه ترسره کړي.

د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې مخکې زمبابوې ته ټيسټ لوبه بایللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.