Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د غزني د کليو بيارغونې او پراختيا رياست وايي چې د دغه ولایت په ګیرو او واغظ ولسوالیو کې د شاوخوا لس ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو شبکو د جوړېدو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له ‌خوا ورکړل شوی او ۳۵۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، د یادو شبکو هره يوه یې د ۴۰-۴۰ مترمکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

دی وايي، د یادو شبکو له ډلې لومړۍ شبکه د غزني د ګیرو ولسوالۍ په عمبرخېلو سیمه کې موقعیت لري چې پيپونه یې د ۶۲۱۴ مترو په اوږدوالي غځول شوي او ۱۴۰ شیردهنونه ورته نصب شوي دي.

د نوموړي په وینا، دویمه شبکه د واغظ ولسوالۍ په کابلي سیمه کې موقعیت لري چې د ۶۵۱۰ مترو په اوږدوالي نل‌غځونه شوې او ۱۲۴ شیردهنونه ورته برابر شوي دي.

د سيمې اوسېدونکي د دغو شبکو پر جوړېدو خوښي څرګندوي.

د ګیرو ولسوالۍ د عمبرخېلو سيمې يوه اوسېدونکي محمدګل پژواک ته وویل چې له دې مخکې یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او کلیوالو به له ډېرو لرو ساحو اوبه راوړې چې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

نوموړي زياته کړه چې اوس به د خلکو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.