خوستښار (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ۶۵ کلیو کې د ١٥٥ ميليون افغانیو په لګښت ۷۷ پرمختیایي او انکشافي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي، مولوي عبدالله مختار، د یادو پروژو پرانیسته د نظام د پرمختیایيسیاست یوه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ولایتي اداره به د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هڅې لا چټکې کړي.
د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایتالرحمن جلالي هم ویلي چې دا ۷۷ پروژې د یونفس مؤسسې په ماليملاتړ، د خلکو په همکارۍ او د بیارغونې مؤسسې له لوري عملي شوې دي.
هغه د معلوماتو له وخې، د دغو پروژو ټول ارزښت څه باندې ۱۵۵ میلیونه افغانۍ دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې پروژو کې د استنادي دیوالونو، کانالونو، سرکونو، پلچکونو او د اوبو رسونې شبکې شاملې دي، چې دبشپړیدو په ترڅ کې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له ۷۹۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به ورڅخه مستقیمې ګټې ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP