غزنيښار (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره ۲۰ زېرمې او ۳۰ ممیزخونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قاري زکریا هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل، د کچالانو او پیازو لپاره ۲۰ سړې او ۳۰ د ممیزو وچولو خونې د غزني په مرکز، اندړو، دهیک، مالستان او ناوه ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه سړې خونې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د افغانستان د بیارغونې موسسې (ANRCC) په تخنیکي همکارۍ جوړې شوې دي.
دی وایي، پر یادو سړو خونو شاوخوا ۵۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی چې هره خونه له ۳۵ څخه تر ۵۰ ټنه د کچالو، پیازو او ممیزو ساتلو ظرفیت لري.
دی زیاتوي، پخوا په دغو سیمو کې د سړو خونو نشتوالي له امله ډېر پیاز او کچالو خرابېدل او بزګرانو ته به مالي زیان رسېده.
نوموړی وایي، د دغو سړو خونو جوړېدو چارې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او زیاتوي چې له دې وروسته به په یادو سیمو کې بزګران وکولای شي خپل ترلاسه کړي حاصلات (کچالو، پیاز، انګور او نور) په سم توګه وساتي.
هغه وویل، هڅه کوي چې د کرنې د پراختيا په موخه د دغه ولايت کروندګرو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي او په راتلونکي کې به ډېرې نورې سړې خونې هم د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې جوړې شي.
د ناوې ولسوالۍ د ملکدین سیمې یوه اوسېدونکي عبدالوارث پژواک ته وویل، له دې مخکې به بزګرانو د کچالو او پیازو ډېره برخه حاصلات له خرابېدو سره مخ کېدل یا به یې په بازار کې په ټیټه بیه پلورل.
هغه زیاته کړه، دغه اقدام که څه هم ګټور دی، خو بسنه نه کوي؛ له حکومت او نړۍوالو مرستندویه موسسو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
د فيضالله په نوم یوه بل کروندګر وویل چې دغو سړو خونو جوړولو ته اړتيا ډېره وه؛ ځکه چې د کچالو او پيازو حاصلاتو ساتلو لپاره ځای نه و.
دی زياتوي: «سړې خونې ځکه ضرور دي چې مخکې به موږ کچالو من په شل دېرش افغانۍ باندې پلورل چې دوه مياشتې به وتلې هغه به ټول خراب شول، اوس به موږ په ښه قيمت سره کچالو هم پلورو او د یو څه وخت لپاره به دا کچالو او پیاز ساتل شوي وي.»
د یادونې ده، غزني د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی او ۸۵ سلنه خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP