Language

پکتیا کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

ګردېز (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یو ماشوم د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورل شوی او په تړاو یې څلورکسیزه ډله هم نیول شوې ده.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وايي چې نیول شوې څلورکسيزې ډلې له نظامي یونیفورمه په استفاده ياد ماشوم د مرکز ګردېز له پيرباغ سيمې تښتولی و.

هغه وویل چې دغه ماشوم د پولیسو د هڅو په پايله کې د تښتوونکو له پټنځایه وژغورل شو او وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د نوموړي په خبره، له نيول شوو کسانو يو کلاشينکوف، دوه مخابرې، درې لوی او پنځه کوچني مبایلونه او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي.

ځدراڼ وایي چې نيول شوي کسان به له لومړنيو څېرنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.