غزنيښار( پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د غزني د بدنې روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۳۰ نابینا لوبغاړو په ګډون د فوټسال درې ورځنۍ غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا سیالۍ د غزني ښار خواجه بقال سیمې په یوه خصوصي جمنازیوم کې د نابینا ورزشکارانو د هڅونې، د دوی ترمنځ د یووالي روحیې پیاوړتیا او د لوبو له لارې د هغوی وړتیاوو ته پراختیا ورکولو په موخه پيل شوې دي.
هغه ویلي، له دغو ۳۰ نابینا لوبغاړو به یوه ۱۲ کسیزه غوره لوبډله جوړه شي څو په په ملي او نړۍواله کچه سياليو ته واستول شي.
د یادو سیالیو یوه لوبغاړي محمدیونس احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «که موږ ته مسلکي روزونکي منظمه روزنه راکړي، پوره باور لرو چې نه یوازې په ملي، بلکې په نړیواله کچه هم د لاسته راوړنو وړتیا لرو.»
هغه وايي، که څه هم د نابینایانو ترمنځ د لوبو شوق ورځ تر بلې زیاتېږي، خو د معیاري لوبغالو نشتون او د امکاناتو کمښت یې د پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه جوړ کړي دي.
احمدي او یو شمېر نورو لوبغاړو د غزني له سپورټ ادارې وغوښتل چې د ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې هم نابینایانو ته د فوټسال، واليبال او نورو لوبو د ترسره کولو زمینه برابره کړي څو هغوی هم د ټولنې فعال غړي وګرځي او خپلې وړتیاوې وښيي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP