کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، افغانستان ته د پاکستان د ګواښونو په اړه وایي، افغانان په سوله کې ژوند غواړي، خو د یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع کوي او “موږ ته حاجت نه شته چې څه ووایو، زموږ تاریخ متجاوز ته د ویلو لپاره ډېر څه لري.”
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، د اوروژنې او پېښو مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
هغه د پېښو د مخنيوي په برخه کې د اوروژنې ریاست د کارکوونکو هڅې ستایلي او ويلي يې دي چې د یاد ریاست کارکوونکي تل د پېښو مخنيوي او د وضعيت کنټرول لپاره خپلې مسؤلانه او دوامداره هڅې ترسره کړې دي.
هغه یادو کسانو ته په خطاب کې ویلي: “ستاسې وظیفه د اور او لوګي مقابله ده، دا کار رښتیا هم خورا سخت دی. اور بلول آسانه دي، خو که له کنټروله ووځي، وژل یې خورا سخت کار دی.
دی زیاتوي:”موږ ته یې هم شل کاله وطن لکه تنور داسې کړ، وجنګېدو، وسوځېدو او د دې اور او سکروټو په مانا پوهېږو. ځکه خو مو توقع دا ده چې هېڅوک اور ته لمن ونه وهي.”
خلیفه سراج الدین حقاني، په دې وروستیو کې د روان وضعیت په اړه وایي، د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې چې کوم ډول تبلیغات کېږي، بې باکانه دي.
هغه زیاتوي: “موږ سره مسلمان، وروڼه او ګاونډي ملکونه یو، خو هلته ځیني کسان په آګاهانه، یا نا آګاهانه توګه اور او جنګ ته لمن وهي. موږ په دې پوهېږو چې د پاکستان د ملت غوښتنه دا نه ده، د علماو او سیاسیونو آرزو یې هم داسې نه ده، افغانان چې تر ډېرو سختیو وروسته امن ته رسېدلي، جګړه نه غواړي. خو هلته ځیني کسان شته چې حتی د خپل ملت او ملک د منافعو په ضد یو بل مؤمن ملت جنګ ته ورکاږي او یوه اسلامي نظام ته د جګړې ګواښونه کوي.”
د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانان هیله لري چې په سوله او صفا کې سره ژوند وکړي، خو که څوک یرغل او تجاوز کوي، “موږ به له ځانه دفاع کوو. موږ ته حاجت نه شته چې څه ووایو، زموږ تاریخ متجاوز ته د ویلو لپاره ډېر څه لري
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP