Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د سوک‌وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې  د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د سوک‌وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو سیالیو کې چې د نویو ځوانانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټګوریو کې ترسره شوې، د مرکز پل‌علم او ولسوالیو ۸۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه، په دغو یو ورځنیو سیالیو کې «ناک دوان» کلپ لومړۍ مقام، «خالد کلپ» دویم او «د سفید سنګ ځوانانو کلپ» دریېم مقام ترلاسه کړ.

نوموړي وویل، د یادو سیالیو موخه لوګر ولایت کې د سوک‌وهنې ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړل وو.

د دغو سیالیو یوه ګډونوال جاویداحمد پژواک ته وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ولایت په کچه د سوک‌وهنې ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کړي او د ظرفیت کچه یې لوړه شي.

نوموړي د سوک‌وهنې فدراسیون له مسوولینو وغوښتل چې د لوګر ولایت ورزشکارانو ته د سوک‌وهنې برخه کې د ظرفیت لوړونې او ورزش کولو اسانتیاوې برابرې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.