کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۴): د روان ښوونیز کال د پای ته رسېدو په درشل کې یو شمېر نجونې چې د شرعي حجاب رعایت خپل دیني مکلیفیت بولي، له اسلامي امارته غواړي چې نوي کال ته دې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو زېری ورکړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو کې زدهکړې وځنډېدې او وروسته د همدې کال د لیندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو زدهکړې تر دویم امر پورې وځنډوي. خو د اسلامي امارت مسوولینو څو ځله ټینګار کړی چې د خوندي چاپېریال په برابرېدو سره به نجونو ته ښوونیزو تحصیلي مرکزونو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
روان ښوونیز کال د پای ته رسېدو په حال کې دی؛ خو یو شمېر نجونې له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې په نوي ښوونیز او تحصیلي کال کې دې دوی ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړل شي.
د کابل ښار د دشتبرچي سیمې اوسېدونکې لیدا ضیايي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو مخکې د «راه فردا» خصوصي ښوونځي د اتم ټولګي زدهکوونکې وه، له پژواک سره خبرو کې وویل: «که ښوونځي مو پر مخ نه وای تړل شوي، زه به اوس د ښوونځي لسم ټولګي تلم، دا چې بېبرخلیکه پاتې شوم، ډېره راته دردوونکې ده.»
لیدا د ښوونیز کال وروستیو ورځو ته په اشاره وویل: «هر کال به مې په دې وخت کې کلنیو ازموینو ته چمتووالی نیوه او د ژمنیو رخصتیو لپاره به مې پروګرام جوړاوه، خو له بده مرغه څلور کاله وشول ښوونځي ته د تلو اجاره نه لرو.»
هغه له اسلامي امارته غواړي څو د سږ ښوونیز کال له پای ته رسېدو سره اعلان وکړي چې راتلونکی ۱۴۰۵ ښوونیز کال له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ته هم ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکول کېږي.
هغې زیاته کړه: «دا یوازې زما غوښتنه نه ده، بلکې د ټولو نجونو غوښتنه ده، موږ افغان نجونې غواړو د نورو سلامي هېوادونو د نجونو په څېر علم وکړو او د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه اخلو.»
دغهراز، د کابل ښار د بيبي مهرو اوسېدونکې ثنا محرابي چې څلور کاله مخکې یې د کابل ښار یوې لېسې په اتم ټولګي کې زدهکړې کولې، هم د خپلو درسونو ولاړ حالت اندېښمنه کړې ده.
هغه وايي: «که د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې وای، اوس زه فارغېدم، غوښتل مې د ژبې او ادبیاتو پوهنځي ته کامیابه او په راتلونکې کې ښوونکې شم.»
هغې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: «فکر کوم چې سږ کال موږ ته اجازه راکوي څو ښوونځي ته ولاړې شو، خو سږ کال هم تېر شو، کلنۍ ازموینو ته ۲۳ ورځې پاتې دي، کله چې خپل وروڼه ګورم چې ښوونځي ته ځي او درس وايي، ډېره خپه کېږم.»
ثنا هم د نجونو پر زدهکړو او تحصیل د محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کوي او وايي: «له اسلامي امارته همدا غواړم چې د سږ ښوونیز کال په وروستیو ورځو کې موږ نجونو ته راتلونکی کال ښوونځیو ته د تلو د اجازې زېری راکړل شي.»
هغې وویل: «شکر الحمدالله موږ مسلمانان یو، موږ افغان نجونې د تېر حکومت پر مهال هم له حجاب سره راتلو، موږ نجونې د پوهنې له وزارته غواړو چې نور مو دې نه په تمه کې نه پرېږدي او ښوونځیو ته دې د تلو اجازه راکړي څو ټولې نجونې د تېر په څېر د شرعي حجاب په رعایتولو سره خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
په همدې حال کې، د کابل ښار د پنجصد فامیليو سیمې اوسېدونکې سحر رهیاب وویل، په ۱۴۰۰ کال کې یې په یوولسم ټولګي کې زدهکړې کولې او که له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې نه وای درېدلې، اوس به د لوړو زدهکړو په یوه موسسه کې د دویم کال محصله وه.
هغې زیاته کړه: «هیله مې لرله ډاکټره شم، ډېره په تمه وم چې ښوونځي خلاص کړم، خو ښوونځي وتړل شول او ۱۲ ټولګی او کانکور ته چمتووالی ټول خلاصېدل.»
هغه هم له اسلامي امارته غواړي څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
دغهراز، یو شمېر محصلینې هم له حکومته غواړي څو په نوي ۱۴۰۵ کال کې پوهنتونونو ته د تلو اجاره ورکړي.
د کابل ښار اوسېدونکې نبیلا صالحي وايي، شاوخوا درې کاله مخکې کله چې تحصیلي مرکزونو ته د نجونو تګ تر دویم امره وځنډول شو، د «غالب» خصوصي پوهنتون د ستوماتولوژۍ پوهنځي د څلورم سمسټر محصله وه.
که څه هم هغه دا مهال په انلاین ډول په یوه پوهنتون کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي، خو وايي: «زموږ د دورې کسان چې هلکان وو، ټول فارغ شول، خو موږ اوس هم بېبرخلیکه پاتې یو.»
نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې په نوي ښوونیز ۱۴۰۵ کال کې نجونو ته هم پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.
هغې زیاته کړه: «موږ شکر الحمدالله مسلمانان یو، د شرعي حجاب مراعاتول پر ټولو فرض دي، موږ نجونې غواړو چې د حجاب او ديني اصولو په رعایت سره خپل تعلیم او تحصیل ته دوام ورکړو.»
بلخوا، د کابل ښار د خواجه بغرا سیمې اوسېدونکې مروه عفت وايي چې تېر کال چې کله انسټیټیوټونه هم د نجونو پر مخ بند شول، دا د استقلال د لوړو زدهکړو مؤسسه کې د قابلګۍ پوهنځي د څلورم سمسټر زدهکوونکې وه.
هغې زیاته کړه: «موږ له حکومته بل څه نه غواړو، یوازې دا غوښتنه لرو چې پوهنتونونه دې بېرته پرانيستل شي؛ ځکه که یوه مور خپله بېسواده وي، څنګه به وکولای شي باسواد اولادونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي؟»
ورته مهال، د کابل ښار د کارته پروان سیمې اوسېدونکې ناهید فروتن چې د اقتصاد پوهنځي محصله وه وایي: «که تر اوسه پوهنتونونه پرانیستي وای، زه به اوس فارغه وم؛ یعنې یو کال به مې له فراغته هم تېر و، خو له بده مرغه داسې ونه شول، لا هم د پوهنتونونو دروازې زموږ پر مخ تړلې دي.»
هغې هم ورته غوښتنه وکړه ویې ویل: «ټولو نجونو ته دې ښوونځي او پوهنتون ته د تلو زېری ورکړل شي.»
له بلې خوا، یو شمېر کارپوهان هم د نجونو د زدهکړو او تحصیلي بنسټونو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.
د ديني او د ښځو د حقونو کارپوه تفسیر سیاهپوش وویل: «اسلام علم فرض ګڼلی، د اسلام ستر پیغمبر فرمایي چې له زانګو تر ګوره علم زده کړئ؛ نو په اسلام کې علم یو لازمي او ضروري امر دی خو له بده مرغه نن د دغه وطن پر ښځو او نجونو د علم دروازې تړلې دي.»
هغې په ټینګار وویل: «له بده مرغه څلور کاله کېږي د علم او زدهکړو دروازې تړلې دي، موږ نه پوهېږو چې اسلامي امارت به دا څنګه جبران کړي او دا نجونې چې بېبرخلیکه پاتې دي، هغوی به دا څنګه جبران کړي؟ څلور کاله کم وخت نه دی.»
نوموړې له اسلامي امارته وغوښتل چې نور دې نجونې په تمه نه پرېږدي او راتلونکي کال دې د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
د ښوونیزو چارو یو کارپوه ثناءالله صالحي ورته څرګندونې لري او وایي: «کله نجونې باسواده کېږي، د کورنیو او ټولنې راتلونکې روښانه کېږي، یوه لوستې ښځه کولای شي باسواده او پوه اولاد وروزي، که چېرې ښځې بېسواده پاتې شي، ټولنه هم شا ته پاتې کېږي.»
د هغه په باور، دیني علما، مشران او خلک دې له اسلامي امارت سره کېني او زدهکړو ته دې یوه اسلامي او سمه لار پیدا کړي.
صالحي وايي: «په اخر مې له اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې د خیر د نیت له مخې او د شریعت په چوکاټ کې دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي. علم د مسلمانانو د عزت او قوت لامل کېږي او بېسوادي د ضعف او فقر لامل.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP