کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د کابل – ننګرهار پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د کابل – ننګرهار د پر لویه لار د سرخکانو په سیمه کې د یوه تراکتور او دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP