کابل (پژواک، ۱۰ لړم ، ۱۴۰۴): یو شمېر افغان ښځې د کورنۍ، زدهکړو، اقتصاد، روغتیا او چاپېریالساتنې برخو کې د خپلو تجربو او فعالیتونو په بیانولو وایي، که څه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو هڅه کوي چې د ټولنې د پرمختګ لپاره خپل رول ولوبوي. دغهراز کارپوهان او دیني عالمان هم د ښځو رول د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره مهم او اغېزناک بولي.
په دغه راپور کې د افغان ښځو د هغو هڅو بېلګې راوړل شوې چې په بېلابېلو برخو کې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لامل ګرځېدلې دي.
ښځې؛ د نسلونو د سکون او روزنې بېلګې
ښځې په کورنیو کې د ارامښت او د نسلونو د ودې اصلي ستنې ګڼل کېږي؛ هغوی د کور چارو په مدیریت، د ماشومانو په روزنه او د کورنۍ د غړو په ملاتړ سره نه یوازې د کورني ژوند بنسټ پیاوړی کوي، بلکې راتلونکو نسلونو ته د ارزښتونو او کلتورونو په لېږد کې هم مهم رول لوبوي.
د کابل ښار اوسېدونکې قدسیه عزیزي چې د درېیو لوڼو او دوو زامنو مور ده وایي: «تل مې هڅه کړې چې اولادونه مې زدهکړې وکړي او لوړو درجو ته ورسېږي؛ الحمدالله ټول لوړو درجو ته رسېدلي، دوه لوڼې مې ډاکټرانې دي، زوی مې د کمپیوټرساینس له څانګې فارغ شوی او بل زوی مې د یوولسم ټولګي زدهکوونکی دی.»
اغلې عزیزي خپلو اولادونو ته د عصري علومو سربېره د دیني زدهکړو سپارښتنه هم کړې او ټول د قرانکریم قاریان هم دي او اوسمهال یې یوه لور د قرانکریم په حفظولو بوخته ده.
دغه ښځه چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي، وایي چې د خپلو زدهکوونکو په روزنه کې یې هم هیڅ ډول هڅه نه ده سپمولې.
د نوموړې د خاوند خور نجیبه کاکړ د هغې په اړه وایي: «وريندار مې ما او زما خور ته د مور په شان وه، زموږ د مړه شوي ورور لپاره یوه ښه مېرمن او ملاتړکوونکې او د خپلو اولادونو لپاره یوه مور، ملګرې او ښه لارښوونکې ده، کورنۍ کې د هغې د نېکو اخلاقو له امله یووالی او اتحاد راغلی دی.»
ښځې؛ د کورنۍ او ټولنې د اقتصاد محرکې
ښځې د کورنۍ او ټولنې په اقتصادي کې هم رول لوبوي.
د «بانو امیري» د لاسي صنایعو شرکت مسووله ماریا امیري هغه مېرمن چې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې مثبت رول لوبوي، بلکې لسو نورو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
۴۸ کلنه مېرمن امیري د څلورو اولادونو مور ده او اوس له خپل زوی سره ژوند کوي. خاوند یې ۱۱ میاشتې مخکې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی او د کورنۍ نفقه اوس د دې پر غاړه ده.
هغه وايي چې شاوخوا اووه کاله مخکې یې د اقتصادي ستونزو له امله د خیاطۍ د دوو لاسي ماشینونو په پېرلو د خیاطي کار پیل کړ څو د خپل خاوند ترڅنګ د کور په اقتصاد کې مرسته وکړي.
د هغې په وینا، کار یې ورو ورو وده وکړه او د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو بریالۍ شوه او اوس یې په دې کارګاه کې لسو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې چې د جامو، مرۍ ګنډلو، اوتوکارۍ او سکښت برخو کې په کارونو بوختې دي.
هغې په تېرو اوو کلونو کې شاوخوا سلو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ برخه کې روزنه ورکړې او خپلو فعاله کارکوونکو ته د میاشتې له دوو تر پنځو زرو افغانیو معاش ورکوي.
هغې زیاته کړه: «د اقتصادي ستونزو او پلور کمېدو سربېره هره میاشت پنځه زره افغانۍ استاد او له دوو تر څلور زره افغانیو خپلو نورو کارکوونکو ته معاش ورکوم، له دې امله چې کولای شم ښځو او ټولنې ته خدمت وکړم، خوشاله یم.»
یو شمېر ښځې چې په یاده کارګاه کې د کار زمینه ورته برابره شوې خوښي څرګندوي.
د «بانو امیري» کارګاه د خیاطۍ برخې کارکوونکې صدف کریمي وايي، درې کاله مخکې یې کار پیل کړ، هغه مهال یې هیڅ تجربه نه درلوده، او اوس یې د خیاطۍ ټولې مرحلې زده کړې دي.
هغه د میاشتې شاوخوا درې زره افغانۍ معاش اخلي چې د کورنۍ د لګښتونو په پوره کولو او د کور په کرایه کې مرسته کوي. کریمي له خپلې ښوونکې مننه کوي او زیاتوي: «پرته له دې چې میاشتنی معاش لرو، د ورځې هم کولای شو کار وکړو، د مرۍ ګنډلو له برخې، هغه جامې چې بیې یې لوړې دي، له هغو څخه هم موږ ته فیصدي راکول کېږي.»
د هېواد په روغتیایي خدمتونو کې د ښځو اغېزناک حضور
د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې ۷۰ کلنه حبیبه وایي، څه باندې ۴۵ کاله کېږي چې د قابلې په توګه کار کوي او په دې موده کې یې ډېر شمېر میندې له مرګه ژغورلې دي.
هغې وویل، ډېر وخت د زېږونونو لپاره د زرنج ښار لرو سیمو ته ځي.
هغې زیاته کړه: «هم مې په کور او هم مې په روغتون کې له میندو سره مرسته کړې ده، که څخه هم اوس بوډۍ، ناتوانه او پنځه کاله مخکې تقاعد شوې یم، بیا هم په کور کې له میندو سره مرسته کوم او خلک اوس هم پوره باور راباندې لري.»
بلخوا، د حبیبې یوه ناروغه شمسیه وايي چې د میندوارۍ په اتمه میاشت له سختو ستونزو سره مخ وه او له حبیبې پرته یې بل هیڅ ډاکټر تشخیص ونه کړ، حبیبې د خپلې تجربې او وړتیا له مخې د سنوګرافۍ له دستګاه پرته د هغې د نوم د پردې ستونزه او د جنین وضعیت معلوم کړ.
هغې زیاته کړه: «د میندوارۍ په اتمه میاشت مې له نسه وینه تله، ټوله ورځ به یې خارښت کاوه، کله چې د قابلې حبیبې صاحب کور ته ورغلم، دا چې پوهه او تجربه لري، په لاس یې معاینه کړم او تشخیص یې کړه چې د جنین د چاغوالي له امله مې د نامه پرده پرې شوې او د جنین سر پاس دی ... د سنوګرافۍ له دستګاه پرته یې هرڅه تشخیص کړل.»
هغه ټینګار کوي چې په ولایتي روغتون کې د دې قابلې شتون ډېر ضرور دی او د دې کورنۍ هم د زېږون لپاره حبیبې ته مراجعه کوي.
روغتیايي مبلغ: خلکو ته خدمت زما د ژوند رسالت دی
په جوزجان کې د روغتیا برخې مبلغه مارینا بارکزۍ وايي، پنځه کاله کېږي چې په ولسوالیو او کلیو کې خلکو ته د ماشومانو د تغذیې، شیدو ورکولو او ښوونې او روزنې برخو کې پوهاوی ورکوي او باور لري د خلو د ژوند ښه کولو لپاره یوه کوچنۍ هڅه هم ارزښتنامه او هیلهبښونکې ده.
هغې وویل: «پنځه کاله په ولسوالیو او کلیو کې خلکو ته د تعذیې، شیدو ورکولو او ښوونې او روزنې برخو کې په پوهاوي ورکولو بوخته وم، تل مې باور درلود چې خلکو ته خدمت د یوه انسان رښتینی رسالت دی، هر کله به مې چې کتل چې یوه مور د سالمې تغذیې په اړه پوهاوی پیدا کوي، احساس مې کاوه چې ټول زحمتونه مې ارزښت لري، تل زما هیله دا وه او ده چې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې کوچنۍ ونډه واخلم.»
د ښځو زدهکړه، د نسلونو روښنايي
د هېواد په کچه ډېرې ښځې د زدهکړو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د ښوونکو په توکه خدمت کوي او د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لوبوي.
نازنین کوهستاني چې له ۳۳ کلونو راهیسې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي وايي، له زدهکړو سره ډېره لېوالتیا یې د دې لامل شوه چې د ښوونځي له نهم ټولګي، ښځو ته د لیک لوست زدهکړې برخه کې تدریس پیل کړي.
هغه چې د ښوونې او روزنې له څانګې فارغه شوې او اوس پر دې سربېره چې په یوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونګې په توګه دنده ترسره کوي، په کور کې یې هم یو کورس جوړ کړی او نجونو ته د عصري علومو ترڅنګ د دیني مضامینو تدریس هم کوي.
هغې وویل: «د نارینهوو په نسبت د ښځو احساسات متفاوت او ظریف دي؛ هماغه ډول چې یوه مور د خپل اولاد په اړه د مینې احساس کوي، کېدای شي هغه حس د خپل زدهکوونکي په اړه هم ولري.»
د چاپېریال په ساتنه کې د ښځو رول
ښځې د چاپېریال په ساتلو کې مهم رول لري؛ هغوی په ټولنیزو فعالیتونو، لکه د پوهاوي ورکولو او چاپېریالساتنې په څېر ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون ترڅنګ، د کور او کورنۍ په پاک ساتلو کې هم د پام وړ رول لوبوي.
د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې زرغونه، هغه مېرمن چې له کلونو راهیسې د چاپېریال پاک ساتلو او د پاکوالي فرهنګ تدریس برخو کې فعاله ده.
هغه ۵۰ کلنه ده او له خپل واده راهیسې تر اوسه یې د چاپیر پاک ساتلو برخه کې ډېر فعالیتونو ترسره کړي او له بڼوالۍ او د کور له تزیین سره ځانګړې لېوالتیا لري.
هغه وايي: «کله چې واده شوم، خاوند به مې ډېر په سفر ته، یو جریب ځمکه مو لرله چې په هغې کې مو ډول ډول ګلان او بوټي کرل، هغه به مې اوبه کول او د کور شاوخوا به مې کوچنۍ باغچې جوړولې.»
هغه اوس د زرنج ښار په یوه ښوونځي کې تدریس کوي او خپل زدهکوونکي د پاکوالي رعایتولو او د کثافاتو مدیریت ته هڅوي: نظافت د ایمان برخه ده؛ که خپل کور پاک وساتو، باید ښار هم پاک وساتو.»
زرغونې د خپل کور شا ته یوه لویه باغچه جوړه کړې او د هغې د اوبه کولو او ورته د رسېدنې مدیریت پر غاړه لري. هغه له لسو کلونو راهیسې د زرنج ښاروالۍ د تنظیف کمېټې غړې ده او په خپله خوښه او وړیا ډول د پاکوالي او ځوانانو د زدهکړو برخه کې فعال رول لري.
هغه زیاتوي: «د عمومي حشر په ورځو کې زه د مجازي فضا له لارې خلک خبروم او ځوانان هڅوم چې د ښار په پاکولو کې ونډه واخلي.»
کارپوهان: ښځې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې اغېزناک رول لري
یو دیني عالم قاضي محمدحسن حقیار وايي: «اسلام ښځې د ټولنې نیمه برخه ګڼي او په ټولو اړخونو کې ښځو ته ارزښت ورکوي، هيڅ داسې ډګر نشته چې نارینهوو ته پهکې رول ورکړي او ښځې پهکې بېبرخې وي.»
هغه وویل چې ښځې په ټولو برخو، لکه کورنۍ، د اولادونو روزنه، تعلیم، روغتیا او نورو کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د صحابهوو په تاریخ او سیرت کې لیدلي چې حضرت بيبي عایشه رض د خپل وخت غوره شیخه وه؛ ښځې او نارینه دواړو ورته رجوع کوله او فتوا به یې ترې غوښته. د دین مسایل به یې زده کول.»
هغه زیاته کړه: «د خلافت په زمانه کې حضرت عمر بن خطاب د ام شفا په نوم یوه ښځه د ښار د امنیت مسووله ټاکلې وه. ښځو په غزاوو کې د نارینهوو درملنه کوله... یعنې ښځې په هره برخه کې مطرح دي.»
هغه چې ویل یې ښځې د تعلیم او تربیې برخه کې له نارینهوو زیات رول لري زیاته کړه: «د جمل په جګړه کې حضرت بيبي عایشه د لښکر مشري پر غاړه درلوده او ښځې د صحابهوو په زمانه کې غوره سیاستوالې ثابتې شوې. قرانکریم کې د حضرت بلقیس یادونه شوې چې په یمن کې یې پاچاهي کوله او د یوې پوه او سیاستمدارې ښځې په توګه یې یادونه شوې ده؛ یعنې دین په ټولو برخو کې ښځو ته ارزښت ورکړی دی.»
ورته مهال، یو بل دیني عالم مفتي شمسالرحمن فروتن وايي چې ښځې لکه نارینه په ټولنیزو، روغتیایي او اقتصادي برخو کې ډېر مهم رول لري.
هغه زیاته کړه: «د ښځو رول د رسولالله (ص) له وخته د طبابت او روغتیا برخه کې څرګند دی؛ د بېلګې په توګه ام سلیمه د جګړې په ډګر کې د ټپیانو درملنه کوله. دا څرګندوي چې ښځې کولای شي په روغتونونو او ان د جګړې په لیکو کې د ناروغانو او ټپیانو درملنه وکړي.»
هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې چې کله یوه ښځه ډاکټره وي، کورنۍ په ډاډ سره خپلې ښځې د درملنې لپاره ورولي. په ډېرو مواردو کې د ښځو د مړینو یو لامل دا دی چې هغوی نارینه ډاکټرانو ته نه ځي؛ ځکه کورنۍ یې نه غواړي، له همدې امله په ټولنه کې د ښځینه ډاکټرانو د شتون اړتیا ډېره احساسېږي.»
فروتن دغهراز د ښځو سیاسي رول ته اشاره وکړه، ویې ویل: «ښځې په ټولنه کې د نارینهوو په څېر رول لري؛ الله تعالی فرمایي چې کله مومنې ښځې د رسول الله (ص) حضور ته راتلې او ورسره بیعت یې کاوه، دغه بیعت سیاسي او ټولنیز اړخ درلود چې دا د ټولنې په چارو کې د ښځو د ګډون ښکارندویي کوي.»
هغه د ښځو اقتصادي رول په اړه وویل: «خدای (ج) په نسا سوره کې فرمایي چې هم د نارینهوو او هم د ښځو لپاره د مال یوه برخه شته چې خپله یې ترلاسه کړې ده. دا څرګندوي چې ښځې کولای شي سوداګرې وي، کار وکړي، عاید ترلاسه کړي او په ټولنه کې اقتصادي فعالیت ولري.»
په پای کې فروتن د ښځو د تعلیم او تربیې پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل: «رسول الله (ص) فرمایي چې د علم زدهکړه پر ښځه او نر دواړو فرض ده؛ نو ښځې باید د تعلیم برخه کې هم فعاله ونډه ولري.»
بلخوا، د ټولنیزو چارو کارپوه مشعل ستانکزي پژواک ته وویل چې ښځې په ټولنه کې په ټولو برخو کې حیاتي رول لري. هغه د ښځو د طبابت برخه کې د هغوی پر حضور ټینګار وکړ، ویې ویل چې په ځینو شرعي حالاتو کې نارینه نه شي کولای د ښځو د روغتیایي ستونزو درملنه وکړي نو د ښځینه ډاکټرانو شتون احساسېږي.
هغه د ټولنې د پرمختګ او زدهکړو برخه کې د ښوونکو پر رول هم ټینګار وکړ، ویې ویل: «ښځینه ښوونکې د ټولنې د سواد زدهکړو زمینه جوړوونکې دي او د نشتون په صورت کې یې ټولنه بېسواده پاتې کېدای شي.»
ستانکزي ټینګار وکړ چې باسواده ښځې د ټولنې په پرمختګ او پراختیا کې اغېزناک رول لوبولای شي.
دغهراز، د ښځو د حقونو کارپوه تفسیر سیاهپوش وايي چې په اسلام کې تل ښځو او نارینهوو ته په ټولو ټولنیزو برخو کې د خدمت او فعالیت فرصت ورکړل شوی، اسلام هغه دین دی چې ښځه او نر د انساني او ټولنیزو مسوولیتونو په ډېرو برخو کې شریک ګڼي او دواړه د علم زدهکړې او د ټولنې خدمت ته هڅوي.»
هغې وویل، هغه مقام چې په اسلام کې ښځې ته ورکړل شوی، په نورو دینونو کې نه دی ورکړل شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP