کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبینو روانه اونۍ د ښځو د حقونو اړوند ۶۳ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
امر بالمعروف وزارت پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو قضیو کې ۲۸ قضیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ۵ له میراثه د محرومیت، ۹ د جبري ودونو، ۶ د مهر نه ورکولو، ۶ د نفقې نه ورکولو، ۴ د طلاق او پنځه نورې د کمعمره نجونو د واده قضیې شاملې دي.
سرچینې دغهراز ویلي چې په یاده موده کې د دغه وزارت محتسبینو په هلمند او غزني ولایتونو کې په رواني اختلالاتو اخته ۴۲۲ کسان د درملنې لپاره د سرې میاشتې ټولنې اړوندو ریاستونو ته معرفي کړي دي.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر وزارت زیاته کړې چې په دغه موده کې محتسبینو ۷ جادوګر نیولي، د دښمنۍ او شخړو ۲۶ قضیې یې حل کړې او له سوداګرو او کسبګرو سره یې د پوهاوي ۶۲ غونډې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP