کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د دې خبرې په تایید پای ته ورسېدل چې دواړه لوري به یو ځل بیا سره کیني او پر پاتې مسایلو به خبرې کوي.
مجاهد پر خپله اېکسپاڼه د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت پر دایمی او اصولي دريځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په دې هوکړې سره پای ته ورسېدې چې دواړه لوري به بیا سره ګوري او د پاتې موضوعاتو په اړه به خبرې کوي.
هغه په دغو مذاکراتو کې د ترکیې او قطر له منځګړیتوبه مننه کړې او ویلي يې دي چې اسلامي امارت له پيله پر ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود؛ نو ځکه یې په رښتينولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ.
نوموړي زیاته کړې، ا.ا لکه څرنګه چې له نورو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي.
مجاهد ویلي، د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده، د دې خبرو په تایید پای ته ورسېدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي.
د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي او ځمکني حریم د تقض کولو له امله د کابل او اسلاماباد ترمنځ له ترینګلتیا وروسته، د اکتوبر په ۱۸مه او ۱۹مه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د دواړو لورو ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه.
له هغه وروسته، د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو ترسره شو چې موخه یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې پیاوړی کول وو.
په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ بشپړوونکو تطبیقي مېکانیزمونو د ټاکلو لپاره ټاکل شوې د لوړې کچې غونډه د نومبر په ۶مه په استانبول کې جوړه شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په مذاکراتو کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د نظارت او حقیقت موندنې مېکانیزم رامنځته شي څو سولې د ساتلو ډاډ ترلاسه شي او د سرغړونې په صورت کې به سرغړونکي لوري ته مجازات وضع شي.
د یادولو ده چې شاوخوا درې اونۍ مخې (د روان کال د تلې په ۱۷مه)، د پاکستان پوځي رژیم د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د مرغی بازار بمبار وکړ او د کابل هوايي حریم یې هم نقض کړ.
د دغو بریدونو په غبرګون کې، د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او له هغه وروسته پاکستان له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې چې تر نن ورځې پورې تړلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP