Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې پر روغتیا د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): اقلیمي بدلونونو په افغانستان کې د روغتیا برخه هم زیانمنه کړې او د ځینو ناروغیو ډېرېدو لامل شوي دي؛ شنونکي وایي، په دې اړه باید خلکو ته پوهاوی ورکړل شي او حکومت او نړۍواله ټولنه دې هم اړین اقدامات وکړي.

د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې ګرموالی په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي او طبیعي یخچالونه ويلې کوي چې د دریابونو د اوبو سطحه ورسره لوړېږي.

څېړنې ښيي چې د اقلیم بدلون، په ځانګړې توګه د بارانونو زیاتوالی او د طبیعي یخچالونو ويلې کېدل کولای شي تر ځمکه لاندې ګواښونه لکه زلزلې او اورشیندې (اتشفشانونه) هم ډېر کړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه ) شین‌کوریز ګازونه خپروي، خو د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.‌

افغانستان کې پر روغتیا د اقلیمي بدلون اغېزې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب ريیس ډاکټر وحدت الکوزی وایي چې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو له امله انتاني ناروغۍ زیاتېږي؛ ځکه همدغه انتانات دي چې په خاصو شرایطو او د حرارت ځانګړې درجه کې وده کوي.

هغه د بېلګې په توګه وایي چې پخوا په ننګرهار کې د ډینګي ناروغي نه وه، خو اوس د اقلیمي بدلونونو په پایله کې پیدا شوې او دغه‌راز اوس په کابل کې هم ملاریا پیدا شوې چې پخوا نه وه.

د ده په وینا، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو له امله اوبه کمېږي او ورسره کرنیز محصولات هم کمېږي او دغه ستونزه د ماشومانو د ناسمې تغذیې لامل کېږي.

الکوزی زیاتوي چې د اقلیمي بدلونونو له امله زلزلې او سېلابونه هم پېښېږي او وروسته له دغو طبیعي پېښو خلکو ته رواني او نورې روغتیایي ستونزې هم پیدا کېږي.

د روان کال د وږي په نهمه د شپې نږدې ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزله وشوه.

د حکومت له خوا د اعلان شوو شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۴۰ نور ټپیان شول؛ په ننګرهار کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۲۵۵ نور ټپیان شول او په لغمان کې هم ۸۰ کسان ټپیان شول. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو نړېدو راپور ورکړل شوی دی.

د راپورونو له مخې، له یادې پېښې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په کونړ کې زلزله‌ځپلي خلک له سختو رواني ستونزو سره مخ دي.

په کونړ کې د اخترمحمد په نوم یو کس چې د زلزلې له امله یې د کورنۍ ۱۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی، ویلي چې ده ته هره شېبه د کورنۍ د مړه شوو غړو خاطرې ور یادېږي او له رواني ستونزې سره یې مخ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وایي، کله چې د اقلیمي بدلون له امله هوا ککړه شي نو تنفسي او حساسیتي ناروغۍ هم ورسره پیدا کېږي او دغه ناروغۍ بیا کله کله پر سرطاني ناورغۍ هم بدلېږي.

د کابل د فرانسویانو روغتون کې د تنفسي ناروغیو متخصص ډاکټر نیکو نشان مؤمن هم ورته څرګندونې کوي او وایي چې د اقلیمي بدلون له امله په هېواد کې تنفسي ناروغۍ د پخوا په پرتله «څو چنده زیاتې شوې دي.»

هغه وایي چې په افغانستان کې تودوخه کال په کال د زیاتېدو په حال کې ده، د وچکالۍ له امله د هوا ککړتیا او ورسره بادونه زیات شوي دي.

مومن زیاتوي: «دا بیا په خپل وخت سره پر تنفسي ناروغیو منفي تاثیر اچوي. د هوا وچوالی، د حرارت بدلون د ساه‌لنډۍ ناروغانو په زیاتوالي کې مهم نقش لري.»

اغېزمن شوي خلک

د پژواک خبري اژانس د یوه بل راپور له مخې، د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ او د هوا ډېرې ککړتیا له امله خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي؛ ځايي روغتيايي چارواکي هم دغه څه تاییدوي او توصیه کوي چې خلک باید روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

د کابل ښار د کلکان ولسوالۍ د زمه سیمې یو اوسېدونکی شیراغا وایي چې له دوو کلونو راهیسې ورته تنفسي ناروغي پیدا شوې ده.

هغه زیاتوي: «زه په باغونو کې کار کوم، په ځمکو کې کار کوم، دلته زموږ په سیمه کې تل بادونه وي او له څو کلونو راهیسې بېخي ډېر شوي، زه پرې پوهېږم چې دا مریضي ما ته د همدې بادونو او دوړونو نه پیدا شوې، ډاکټرانو هم راته ویلي چې نور باید ځان له دوړو او خاورو وساتم.»

هغه وایي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درملنه کوي خو اوس هم له دې ناروغۍ کړېږي.

د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې یو اوسېدونکی نجیب‌الله بیا وایي: «موږ په کور کې ۱۱ کسانو یو، که درته ووایم چې ټول ناروغان یو، وبه یې نه منئ، له یوې مخې ټول پراته دي، د چا ستونی درد کوي، څوک ذکام دي او د چا هم ځان درد کوي.»

دی وایي چې دغه ناروغۍ د بارانونو د نه شتون او ککړې هوا له امله پیدا شوې دي.

کارپوهان څه وایي؟

د اقلیمي چارو پوه سیدمحمد سلیمان‌خېل وایي چې په تېرو څو لسیزو کې په نړۍواله کچه د نفوس زیاتوالی، صنعتي پرمختګ، د فوسیل سون‌توکو (نفت، ډبرو سکرو او ګاز) بې‌کچې سوځول، د ځنګلونو پرېکول او د شنو ساحو له منځه تګ، د فضا د ګازونو (لکه کاربن‌ډای‌اکسایډ او مېتان) ډېرښت ته لاره هواره کړې او دا ګازونه د لمر تودوخه د ځمکې په فضا کې بندوي او د حرارت درجې د زیاتېدو سبب ګرځي چې ورته د “شنې خونې اغېز ویل کېږي.

سلیمان‌خېل وایي، د همدغه حالت له امله اوس د نړۍ د تودوخې عمومي کچه لوړه شوې، موسمونه بې‌ثباته شوي، وچکالۍ، سېلابونه، سخت بارانونه او د تودوخې څپې ډېرې شوې او په افغانستان کې هم دغو بدلونونو پر کرنه، روغتیا، اوبو او حتی د خلکو پر اقتصاد بدې اغېزې کړې دي.

د ده په وینا، که چېرې د ځنګلونو پرېکول، د هوا ککړتیا او د انرژۍ غیرمسوولانه استعمال کنټرول نه شي، دا بدلونونه به لا نور هم سخت شي.

حل‌لاره

سلیمان‌خېل وایي چې خلکو ته باید په دې اړه عامه پوهای ورکړل شي چې له پاکو اوبو کار واخلي، نیالګي کېنوي، هوا ککړه نه کړي او حکومت هم باید خپله د روغتیایي خدماتو برخه نوره هم پیاوړه کړي څو د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو پر مهال ژر تر ژره زیانمن شوو کسانو ته رسېدنه وکړي.

دی زیاتوي چې دولت، نړۍوالې ادارې او عام خلک باید په ګډه د چاپېریال‌ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

هغه وایي چې د ژمي په رارسېدو هوا نور هم ککړېږي، خلک هم باید فلټرونه وکاروي او خلکو ته باید عامه پوهای ورکړل شي چې د ککړې هوا پر مهال کوم تدابیر ولري، څو ناروغ نه شي.

ډاکټر مومن هم وایي چې ‎د دې ستونزې د حل لپاره باید د هوا د پاکوالی لپاره عامه پوهاوی ترسره شي، شنې سیمې زیاتې شي، د زړو موټرو مخه ونیول شي او په راتلونکې ژمي کې حکومت باید د بخاریو د سون لپاره مواد انتخاب کړي.

دی دغه‌راز وایي چې حکومت باید د اقليمي بدلون لپاره ملي پلانونه جوړ کړي او له نړۍوالو ادارو سره ښه همغږی ولري څو په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د چاپېریال‌ساتنې ملي ادارې ویاند محب‌الله بهار وایي، دغې ادارې یوازې تېر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه په جوماتونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې د عامه پوهاوي شاوخوا ۱۷۰۰ پروګرامونه ترسره کړي دي.

دی زیاتوي چې د چاپېریال‌ساتنې ملي اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د عامه پوهاوي امریتونه لري او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

هغه وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی، وچکالۍ، بې‌وخته بارانونو، توپانونو، سېلابونو او …  په بېلابېلو برخو کې خلک اغېزمن کړي خو دغه اداره په کور دننه او په نړۍواله کچه هڅې کوي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو سره مبارزه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.