کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د پټرول تېلو، هندي بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړو، ډیزل تېلو او اوبلن ګاز په بیول کې زیاتوالی راغلی دی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې پر پرتله نن د یو لېJر پټرولو بیه له ۷۱ نه ۷۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده، د هغه په خبره، د پټرول تېلو د بیې ټیټېدل په نړۍواله کچه د هغه د بیې له ټیټېدو سره تړاو لري.
خو د هغه په خبره، نن د یو لېټر ډیزل تېلو بیه له ۷۸ نه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
دغه راز، د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې ګاز پلورونکی محمدجان امین وایي، د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن د یو کیلوګران اوبلن ګاز بیه له ۵۳ نه ۵۴ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د پلورونکو په خبره، په نړۍواله کچه د بیو لوړېدل، په کابل ښار کې د ځینو توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۶۰۰ نه ۱۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د وارداتو کمښت او د تورخم لارې تړل کېدل، کابل ښار کې د مالیزیايي غوړو د بیې لوړېدو لاملو شوي دي.
خو هغه وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۰۰ نه ۲۳۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۸۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې یو زرګر محمدفواد وايي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۱۰۰ نه ۶۸۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۶۰۰ نه ۵۳۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو بدلېږي.
په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۶۶ اعشاره ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP