Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د هرات د لسګونو صنعتي شرکتونو تولیدات نړۍوالو بازارونو ته صادرېږي

هرات (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولین وایي چې دا مهال په دغه ولایت کې لسګونه صنعتي شرکتونه خپل تولیدات نړۍوالو بازارونو ته صادروي.

د دې خونې رییس عبدالناصر امین وایي، د هرات مهمو صادراتي توکو نخ، المونیمي لوښي، د نوشابو ډولونه، خوراکي توکي او اچارونه شامل دي چې اروپایي، امریکایي او اسیایي هېوادونو ته صادرېږي.

د امین په وینا، هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدونکی نخ نړۍوال کیفیت لري او ترکیې او چین ته صادرېږي.

هغه دغه‌راز وویل، د کورنیو محصولاتو کیفیت او بسته‌بندي په وروستیو کلونو کې ښه شوې او اوس مهال د دغه ولایت په فابریکو کې نږدې ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي تولیدېږي.

د هرات د صنایع او کانونو خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال څه باندې ۱۱۷۰ شرکتونه د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې فعالیت لري چې شاوخوا ۱۵۰ زره کارګر پکې په کار بوخت دي.

د هرات صنعتي ښارګوټی د هېواد له ستر تولیدي مرکزونو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان د لوېدیځې برخې په اقتصادي ودې او د خلکو د کارموندنې په برخه کې مهم رول لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.