Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم د اوبو حوض ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند د میرزاخېلو په کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماشوم دوه کاله عمر درلود او د اوبو یوه حوض کې یې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې په دې اړه یې په وار وار خلکو ته عامه پوهای ورکړی خو بیا کله کله ورته پېښې رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.