Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قرغیزستان کې د چین سفیرې د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې لپاره حیاتي بللی

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): قرغیزستان کې د چین سفیرې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له سرپرست سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د چین له سفیر لېو جیانپینګ سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د چین سفیرې افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.
هغې ویلي، چین غواړي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په لیدنه کې حقاني د چین له مثبت دريځه مننه کړې او ډاډ يې ورکړی چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او ګډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.