Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ؛ د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان شو

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان شوی چې له مخې یې، د افغانستان الف لوبډله (افغان ابدالیان) خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۵مه د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان ابدالیان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۵مه د سریلانکا له الف لوبډلې سره ترسره کړي.
دی وایي چې دغه سیالۍ شل‌اوریزې دي.
هغه زیاته کړه، افغان ابدالیان لوبډله به د ځوانانو په اسیا جام سیالیو خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۷مه د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره او درېیمه لوبه د همدې میاشتې په ۱۹مه له هانګ‌کانګ سره ترسره کړي.
نوموړی وایي چې یادې سیالۍ د قطر په کوربه‌توب ترسره کېږي چې د افغانستان په ګډون په‌کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه لري.
د سادات د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو په A ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې او په B ګروپ کې افغانستان، بنګله‌دېش، هانګ‌کانګ او سریلانکا لوبډلې سره لوبېږي.
هغه وایي چې په دغو سیالیو کې د کرکټ نړۍوالې شورا د بشپړ غړو هېوادونو الف لوبډلې او د دویمه درجه هېوادونو ملي لوبډلې سره لوبېږي.
د یادونې ده، د یادو سیالیو پای‌لوبه به د روانې نومبر میاشتې په ۲۳مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.