کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): ځینو نړۍوالو ادارو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان نفوس ۴۲ عشاریه شپږ میلیونه اټکل کړی، خو د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره دغه شمېره ناسمه بولي، وایي چې په روان هجري لمریز کال کې یې د افغانستان نفوس ۳۶ عشاریه ۴ میلیونه اټکل کړی دی.
له ۱۳۵۸ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې په داسې حال کې کره سرشمېرنه نه ده شوې چې د چارو پوهان دا ډول سرشمېرنه د افغانستان د پرمختګ، عادلانه خدمترسونې او اغېزناکې پلانجوړونې بنسټ بولي او له حکومته غواړي چې د دې لپاره منظم سيسټم جوړ او بودجه ورته ځانګړې کړي. د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره بیا وایي چې د سرشمېرنې پلان یې د وزیرانو شورا تایید کړی او کله چې د اسلامي امارت مشرتابه ورته امر وکړي، عملي چارې یې پیلوي.
پژواک خبري اژانس په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د نفوس اټکلي شمېرې له یواېنډېټا څخه ترلاسه کړې دي، خو له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۳ کال پورې د نفوس نورې اړوند شمېرې یې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو څانګې د نفوسو ادارې له ويبپاڼې اخيستې دي.
د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان نفوس ۴۲ عشاریه شپږ میلیونه اټکل شوی چې د ۲۰۱۰ کال په پرتله څوارلس عشاریه ۴ میلیونه زیاتوالی ښیي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې د روان ۲۰۲۵ کال د نفوس شمېرې نه دي اعلان کړې، خو د نورو کلونو د نارینه او ښځو شمېر یې ځان ځان ته ښودلی چې ښیي د ښځو شمېر تر نارینهوو یو سلنه کم دی.
د ملګرو ملتونو د نفوسو څانګې لیکلي چې د نړۍ د نفوس د اټکل او وړاندوینې لپاره د کوهورت – کامپونینټ (Cohort–Component) مېتود کاروي او په دغه مېتود کې د نفوس بدلون د درېیو عناصرو – زېږون، مړینې او مهاجرت – پر بنسټ محاسبه کېږي، او د عمر او جنس له مخې د نفوس شمېر د وخت په اوږدو کې اټکل کېږي.
خو د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحليم رافع د یادو ادارو شمېرې ناسمې بولي او وایي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان نفوس ۳۶،۴ میلیونه اټکل کړی چې ۴۹ سلنه یې ښځې او ۵۱ سلنه یې نارینه دي.
د یادې ادارې شمېرې د نړۍوالو بنسټونو له شمېرو سره ډېر تفاوت لري.
پژواک دغه شمېرې د افغانستان د احصایې او معلوماتې ملي ادارې له پاڼې ترلاسه کړې دي.
یادې ادارې په منځنۍ کچه د نارینهوو شمېر دوه سلنه تر ښځو ډېر ښودلی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحليم رافع پژواک خبري اژانس ته وویل، په افغانستان کې د شمېرو او معلوماتو معتبره سرچینه یوازې یاده اداره ده چې د هېواد په کچه له بېلابېلو ارګانونو ارقام او معلومات راټولوي، تحلیلوي او تر تحلیل وروسته یې په چاپي او برېښنايي بڼه خپروي.
دی په دې اړه چې په افغانستان کې په وروستي ځل په ۱۳۵۸ کال کې سرشمېرنه وشوه خو پایلې یې بشپړې نه وې، په دې سرشمېرنه کې د هېواد یوازې ۶۰ سلنه نفوس وشمېرل شو، پاتې برخه یې اټکلي شوه او د افغانستان د وګړو شمېر د ۱۳ او ۱۴ میلیون ترمنځ اعلان شو؛ وویل: «د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې پلان جوړ شو چې د هېواد په سطحه باندې کره نفوسشمېرنه ترسره شي، خو د ناامنیو او جنګونو له وجې بیا زمینه نه شوه ورته مساعده؛ یعنې په کُلي شکل درته وایم چې تر اوسه له ۱۳۵۸ کال راوروسته، د افغانستان په سطحه کره نفوسشمېرنه نه ده ترسره شوې او نه هم دقیق ارقام شته دي.»
ده د نفوس د هغو شمېرو په اړه چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره یې وړاندې کوي، وویل: «موږ چې کومه نفوسشمېرنه ترسره کوو، د هغو لپاره موږ کره او متعبر فورمولونه لرو، ارقام چې موږ راټول کړو، ټول پروسیجر یې موږ له خلکو سره شریکوو چې موږ ارقام په څه اساس باندې راټول کړي؟ زموږ منابع څه دي؟ زموږ سرچينې په څه ډول دي؟ په کوم شکل باندې ارقام راټول شوي دي؟ خو دوی [نړۍوال بنسټونه] دغه هيڅ نه روښانه کوي.»
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند وايي: «موږ خو چې هر کال نفوسشمېرنه ترسره کوو، د یو اېکسپوننشن معادلې چې هغه پر نړۍوالو سټنډرډونو برابره یوه داسې معادله ده چې د نړۍ اکثره پرمختللي هېوادونه ترې استفاده کوي.
دی زیاتوي، په دغه فورمول کې د نفوس وده په نظر کې نیول کېږي او له دې سره په څنګ کې مړینه او زېږېدنه ټول په نظر کې نیول شوي دي.
دی وايي، ځیني بهرني ارګانونه او موسسات چې د افغانستان د وګړو کلني ارقام وړاندې کوي، د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملې ادارې له شمېرو سره ډېر متفاوت وي.
هغه زیاتوي: «دوی زموږ د ادارې له هماهنګۍ پرته دغه ارقام راټولوي، بیا هغه د ارقامو د تحلیل او د ډېټا د راټولو پروسه او پروسېجر هم نه روښانه کوي چې په کومه طریقه باندې دوی دا نفوسشمېرنه ترسره کړې.»
رافع وايي: «دوی [نړۍوال بنسټونه] اکثریت له نړۍوالو څخه د پیسو ترلاسه کولو په خاطر باندې چې خپل ځان پرې تمویل کړي، د افغانستان د نفوس کچه لوړه ورته ښيي او د دې په خاطر باندې چې ډونر پیدا کړي، دوی د افغانستان د هغو کسانو چې مثلاً بېوزله دي، د نفوس سلنه لوړه ښيي … موږ له نړۍوالو سره هم په دې ارتباط خبره کړې، له ځينو نورو ارګانونو سره مو هم خبره کړې چې تاسو په څه اساس دغه ارقام راټولوئ، … دوی موږ ته ځواب نه وايي، خو دغه ارقام چې دوی ښودلي، دغه په هيڅ معنا باندې صحیح نه دي.»
د نفوس کره شمېر معلومول ولې مهم دي؟
د اقتصادي چارو شنونکي امیدالله قاسمزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سرشمېرنه د هېواد د پراختیا، پلانجوړونې او ملي ثبات لپاره یو بنسټيز اهمیت لري، او کره سرشمېرنه کولای شي هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه دغهراز وویل چې کره سرشمېرنه کولای شي د عامه خدماتو وړاندې کولو برخه کې عدالت او تعادل رامنځته کړي.
قاسمزی وايي: «که چېرې حکومت د هر ولایت او له هرې سيمې کره سرشمېرنه ونه لري، نه شي کولای په اساسي ډول خپله بودجه د هغو سيمو لپاره وټاکي. دغهراز، نه شي کولای په اساسي ډول عامهالمنفعه پروژې پلې کړي او په ټوله کې نه شي کولای په عادلانه ډول خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»
هغه وایي چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو، ناامنیو، اقتصاد کمروزتیا او ناسم اداري سيسټم او ځينو نورو ستونزو له امله حکومتونو ونه شو کړای په هېواد کې کره سرشمېرنه ترسره کړي.
د ده په وینا، اړتیا ده چې اوس حکومت د سرشمېرنې لپاره یو منظم سيسټم رامنځته کړي، بودجه ورته ځانګړې کړي او اړوندې ادارې پیاوړې کړي څو وکولای شي په دقیق ډول د افغانستان نفوس مشخص او په هېواد کې له دې امله رامنځته شوو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د خپل هېواد کره سرشمېرنه معلومه او اعلان کړي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویاند هم د نفوس کره شمېر معلومول اړین بولي، وایي: «دا خو ډېره مهمه موضوع ده، که چېرې له موږ سره کره ارقام نه وي، ولایتونو ته بودجه په سم ډول نه شو وېشلی، په ستراتيژيکو پلانونو، دغهراز د حکومت په پالیسیو کې ډېر مهم رول لري، پر همدې اساس باندې له قانوني اړخه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دا مسوولیت سپارل شوی چې په هرو لسو کلونو کې د نفوس دقیق ارقام راټول کړي.»
هغه زیاته کړه: «که څه هم موږ د اوس لپاره د نفوس د شمېرنې لپاره پروپوزل جوړ کړی چې په څه ډول او په کوم مېتود باندې دا نفوسشمېرنه ترسره شي، اما بودجه یې تر اوسه زموږ ادارې ته نه ده تخصیص شوې، زموږ پلان د وزیرانو له شورا سره شریک شوی، د وزیرانو شورا تایید کړی او پاس کړی یې دی، د شيخ صاحب دفتر ته تللی او انشاءالله چې د شيخ صاحب له دفتره چې کله موږ ته په مکتوبي ډول امر وشي، موږ به دا پروسه په عملي ډول پيل کړو.»
دی زیاتوي، اسلامي امارت په لومړيو کې یو معتبر او ستراتيژيک پلان د نړۍوالو بنسټونو په غوښتنه جوړ کړ چې له مخې یې په عملي او سمه بڼه د هېواد نفوسشمېرنه ترسره شي، او هغوی ورسر د مرستې «ټټر» هم وهلی و، خو کله چې پروپوزل ورته جوړ شو او په هغه کې د کره او بشپړې سرشمېرنې د ترسره کولو لپاره له ۱۲۰ تر ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا وه، تر اوسه نړۍوالو ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
هغه وايي، د هېواد په کچه سرشمېرنه ډېر زیات مالي امکاناتو او بشري ځواک ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP