کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په درېیو کلونو کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر څېړنې لاندې نیولې چې په پایله کې یې نهه ښارګوټي په بشپړ ډول امارتي (دولتي) تثبیت شوي دي.
د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له رامنځته کېدو راهیسې، په ټول هېواد کې د لسګونو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې تر څېړنې لاندې نیولې چې په پایله کې یې ۹ ښارګوټي د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو د شرعي پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول امارتي (دولتي) ملکیت اعلام شوي دي.
خپرپاڼه کې راغلي چې دغه ښارګوټي له ۵۰ زره جریب زیاتې ځمکې رانغاړي چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې موقعیت لري او کمېسیون د هغو د اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته، د هغو دوسیې د وروستي پرېکړې په موخه اختصاصي محکمو ته استولې وې.
د سرچینې په خبره: «یادو محکمو د دوسیو په دقیقي او بیطرفۍ بررسۍ، مشاهدې او د موجودو سندونو او مدارکو په بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د مؤثقو معلوماتو په ترلاسه کولو سره، د دغو ښارګوټو د ټولو ځمکو پر امارتي توب پرېکړه کړې ده.»
د عدلیې وزارت وایي چې په کابل کې د ملا ترهخېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، بلخ ولایت کې د خالد بن ولید ښارګوټی، غزني کې د حکیم سنایي او نواباد ښارګوټي او ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو له جملې څخه دي چې امارتي فیصله شوی او د دوی دوسیې بشپړې او د هغو په تړاو پرېکړې نهایي شوې دي.
سرچینه زیاتوي، همدارنګه د همدې مودې په ترڅ کې په کابل کې د اریا، منشي میرغلام، میرویس او حبیب الله ځاځي ښارګوټو د ځمکو ځینې برخې د مرکز زون د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابت شوي او کمېسیون د اختصاصي محکمې پرېکړي تطبیق کوي.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ځیني ښارګوټي هم په بشپړ یا قسمي ډول شخصي تثبیت شوي دي چې په بګرامۍ ولسوالۍ کې د سید جمال الدین افغان او حبیب الله ځاځي ښارګوټي، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د منشي میرغلام ښارګوټی او په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټی پهکې شامل دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ډاډ ورکوي چې د اړوندو قوانینو او طرزالعملونو پر بنسټ د دغه کمېسیون موخه د امارتي غصب شوو ځمکو استرداد دی. کمېسیون او اړوندې اختصاصي محکمې، تر ادعا لاندې ځمکو په اړه په خپلو پرېکړو کې پر باوري اسنادو، شواهدو او معتبرو مدارکو اتکا کوي او دا چې متصرف او غاصب له کوم قوم او سمت څخه وي، په پرېکړو کې هیڅ ډول اغېز او ارزښت نه لري.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د یادو ښارګوټو سربېره په ټول هېواد کې له غاصبینو او غیرشرعي متصرفینو څخه شاوخوا ۴ میلیون جریب نوره امارتي ځمکه استرداد شوې ده او د میلیونونو جریب ځمکو دوسیې د کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو او یا اړوندو اختصاصي محکمو تر کار لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP