Language

سپینې ماڼۍ ته د خبریالانو پر ورتګ محدودیت لګېدلی

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ د ویاندې او متحده ایالتونو د ولسمشر دفتر ته نږدې ځینو دفترونو ته د خبریالانو پر ورتګ محدودیت لګول شوی دی.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، پرون د جمعې ورځ سپینې ماڼۍ نوی قانون خپور کړ چې له مخې یې خبریالان نه شي کولای څو د دې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ په ګډون ځینو نورو دفترونو ته له وخت اخیستو پرته ولاړ شي.

سرچینې ویلي، دغه اقدام د ځینو حساسو معلوماتو د خوندیتوب په موخه شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، خبریالان لا هم کولای شي هغه سیمې ته لاسرسی ومومي چېرې چې د سپینې ماڼۍ د ټیټې کچې ویاندویان وي.

په راپور کې راغلي، د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنه چې د دې ماڼۍ پوښښ‌ورکوونکو خبریالانو استازیتوب کوي ویلي چې نوي محدویتونه به له چارواکو د پوښتنو، شفافیت رامنځته کېدو او حساب ورکولو وړتیا له خنډ سره مخ کړي.