Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د څه باندې ۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مقر او ګیلان ولسوالیو کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښټ د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غزني ولايت د کليو بیارغونې او پراختيا رييس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شبکې د ۱۱.۳ میلیون افغانیو په لګښت د مقر ولسوالۍ په «شبنم دولینه» او د ګیلان ولسوالۍ په «ګاړي» سیمه کې جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو شبکو لګښت د یونیسف لخوا ورکړل شوی چې په جوړېدو سره یې ۵۱۱ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه شبکې چې یوه یې د ۴۰ او بله د ۲۰متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، هري یوې ته ۱۳۰ – ۱۳۰څاګاني کیندل شوې، چې له دواړو ۸۷۸۰ متره په اوږدوالي پايپونه غځول شوي او شاوخوا ۳۰۰ شيردهنونه ورته برابرې شوې دي.

د ګیلان ولسوالۍ يو اوسېدونکی وحید وایي، له دې مخکې یې پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، کلیوالو به يې له ډېرو لرو سیمو څخه اوبه راوړلې چې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

نوموړي وویل، اوس د دغو شبکو په جوړېدو سره د خلکو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

د یادوني ده چې درې ورځي وړاندي هم د غزني په ګیرو او واغظ ولسوالیو کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې او ګټي اخیستني ته سپارل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.