Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له بې‌کارۍ د یوې کارخونې تر جوړولو؛ دایکنډي کې د ښځو ځان‌بسیاینې لپاره د یوې مېرمنې هڅې

نیلي (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې دایکنډي کې یو شمېر ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، یوېمېرمنې په دغه ولایت کې د وچې مېوې د پروسس یوه کارخونه جوړه کړې او هڅه کوي مالي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي او په دې برخه کې له نورو ښځو سره هم مرسته وکړي.

د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د مرضیې عارفي په نوم یوې ښځې په لومړي ځل د «شرکت ګل بادام دایکندي» په نوم د وچې مېوې د پروسس یوه وړه کارخونه جوړه کړې او هڅه کوي څو خپل ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.

مېرمن عارفي څه باندې ۱۰ کاله د ښوونکې او دغه‌راز عدلیې وزارت کې د یوې کارمندې په توګه دنده ترسره کړې ده؛ خو د عاید درېدل او د ژوند ستونزې یې د دې لامل شوې څو نوې لارې ولټوياو بې‌کاري په فرصت بدله کړي.

هغه وايي، د دې کارخونې له جوړولو یې موخه د نورو ولایتونو او بهرنیو بازارونو ته د دایکنډي د بڼوالو د باکیفیته محصولاتو معرفي کول او نورو ښځو ته د کار زمینې برابرول دي.

هغې وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې مې ۲۰ ورځې په یوه دفتر کې کار وکړ، خو مکتوب راغی چې ښځې په غیردولتي موسسو کې هم د کار حق نه لري، بیا پر کور کېناستم، خو هڅې مې پرېنښودې، دایکنډي ولایت کې مې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه فعاله کړه او اوس د دایکنډي ولایت د فوکل پاینټ په توګه وړیا فعالیت کوم او ورو ورو مې فکر شو چې یو شرکت جوړ کړم.»

هغې زیاته کړه چې دغه کارخونه یې له پنځو نورو ښځو سره د ۲۷۰ زره افغاینو په لګښت فعاله کړې ده.

هغه وايي: «اته میاشتې کېږي چې د وچې مېوې د پروسس دغه کارخونه مې جوړه کړې، په دغه شرکت کې شپږ ښځې کار کوو، هره ښځه ځانګړې دنده لري؛ د بېلګې په توګه، یو کس د پېر مسوولیت لري، یو کس همغږۍ کوونکی دی څو له ولسوالیو وچې مېوې ترلاسه کړو.»

په دغه کارخونه کې بېلابېلې وچې مېوې، په ځانګړې توګه د دایکنډي بادام راټول، پروسس او بسته‌بندي کېږي او دا ټولې چارې د مېرمنو له لوري پر مخ وړل کېږي.

مرضیې عارفي زیاته کړه: «په دایکنډي کې نورو کارونه نشته، هر څوک باید هڅه وکړي چې په خپل فکر د ځان لپاره یوه کار وکړي ترڅو یو شمېر نورو کورنیو ته هم د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابره شي او له بې‌کارۍ وژغورل شي.»

عارفي څرګنده کړه: «موږ په لومړيو کې خپل محصولات کابل، مزار، هرات او باميان ته صادر کړل او پلان لرو چې بهرنیو هېوادونو ته هم صادرات ولرو

یادې مېرمنې هیله‌ لري چې راتلونکي کې خپلو کارونو ته پراختیا ورکړي او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

مرضيې زياته کړه، ټاکل شوې چې د دوی توليدات د هند او پاکستان نندارتونونو ته هم ولېږل شي.

مرضيې عارفي وويل چې له خپلو همکارانو سره له خپل کاروبار څخه راضي ده او دا شرکت يې اوس د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو يوازينۍ سرچينه ده.

نوموړې زیاته کړه، هڅه کوي چې په راتلونکي کې خپل کاروبار پراخ کړي، له هېواده بهر ته سوداګري وغځوي او نوې توليدي کارخونې جوړې کړي.

د ښځينه سوداګرو لپاره د سوداګریزو مارکيټونو جوړول، د سوداګرۍ ويزې وړيا يا نيمه وړيا کول، ملي او نړۍوالو نندارتونونو ته د ښځينه سوداګرو معرفي کول، د کار رامنځته کولو او اړوند برخه کې د مسلکي‌کېدو لپاره د پروګرامونو جوړېدل، د جواز د لګښتونو په برخه کې مرسته او د ښځينه سوداګرو لپاره د ځمکې ځانګړي کول د دوی له اړینو غوښتنو څخه دي.

سره له دې، د دايکندي د صنعت او سوداګرۍ ریيس وايي چې په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ښځې په کوچنيو کاروبارونو بوختې دي، د دوی کاروبارونه ښه روان دي او مالي اړتياوې يې پوره کوي.

د دايکنډي د صنعت او سوداګرۍ ریيس کريم صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال په دې ولايت کې شاوخوا ۳۵۰سوداګرې ښځې په رسمي ډول خپل سوداګریز فعالیت کوي.

نوموړي زياته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ رياست د اسلامي هوساینې په نوم موسسې په همکارۍ، تېر کال ۲۴۸ ښځينه سوداګرو سره مالي مرسته کړې څو خپلو کاروبارونو ته وده ورکړي.

نوموړي وویل، دې ادارې د ښځينه صنعت‌کارانو او سوداګرو د ملاتړ او د هغوی د توليداتو معرفي کولو لپاره لوی لوی نندارتونونه جوړ کړي او ۲۰ ښځينه سوداګرې يې له ولايتونو څخه بهر نندارتونونو ته هم معرفي کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ ریيس زياته کړه چې د موسسو په همکارۍ يې په بېلابېلو برخو کې د کوچني کاروبارونو ملاتړ کړیاو بېلابېل کاري پروګرامونه يې پيل کړي دي.

صالحي ټينګار وکړ چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت او موسسوسره په همغږۍ يې د ښځينه سوداګرو ملاتړ لپاره نوې تګلارې هم جوړې کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.